د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د زلمي خلیلزاد په دې سفر کې د پرېکنده ډیپلوماسۍ په اډانه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته د رسېدو په موخه هڅې کېږي.
د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده، خو نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري.
قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په يوه بيان کې ويلي ډي د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی په رسمي بلنه ايران ته تللی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز دوحه کې له طالب مرکچیانو سره کتلي دي.
افغان طالبان وايي، هر هغه بهرنی پوځي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تر ټاکلې نېټې ونه وځي، ‘‘د نیواکګر ځواک’‘ په سترګه به ورته وکتل شي.
علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشې شوی او تمه ده د پارلمان په غونډه کې برخه واخلي.
د افغانستان ولسي جرګې ډېری غړو په یو شمېر ولایتونو کې د عامو خلکو لخوا د وسلو پورته کولو په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې دا چاره باید د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.
انګریزانو د ډیورنډ تړون له لاسلیکولو مخکې، د سرحدونو په اوږدو کې وضعیت کړکیچن کړ او د ډیرې وینې تویدنې لامل شو. د هیواد د ننه د هزاره ګانو بلوا (۱۸۹۱- ۱۸۹۲) د امیر ( عبدالرحمان خان) د پریشانۍ لامل ګرځیدلې وه.