روسیه افغانستان کې څه غواړي؟

19 سرطان 1400

مانیټورینګ برخه

بي بي سي

له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو د وتلو د بهیر له بشپړېدو سره هممهال د دې احتمال شته چې دغه جګړه ځپلي هېواد کې د روسیې نقش پیاوړی شي.

خو د افغانستان له اوسني امنیتي وضعیت په تړاو د روسي چارواکو او رسنیو اندېښنو ته په کتو داسې ښکاري چې مسکو دغه هېواد ته د فرصت په توګه نه، بلکې د یوې ستونزې په سترګه ګوري.

د کرملین ماڼۍ د څرګندونو له مخې موخه دا ده چې مرکزي اسیا کې د روسیې د شریکانو سویلي پولې خوندي شي، خو مالومه نه ده چې د مسکو وروستۍ هدف څه دی.

له دې سره سره داسې ښکاري چې د طالبانو وروستي پرمختګونه او د افغان حکومت له لاسه د سیمو وتل لامل شوي چې روسیه له بې طرفۍ ووځي او دې ډلې سره اړیکې ډېرې کړي.

پر طالبانو شرطبندي

روسیې که څه هم له ۲۰۰۳ کال راهیسې طالبان د غېرقانوني "ترهګرو" په توګه اعلان کړي، خو مسکو د ۲۰۱۹ کال له فبرورۍ راهیسې د دې ډلې او نورو افغان خواو په ګډون د دوو غونډو کوربتوب کړی دی. البته دا غونډې د افغان حکومت د استازو په غیاب کې شوې.

د افغانستان د اوسني حکومت استازي یوازې تېره مارچ میاشت مسکو کې د افغانستان په تړاو یوې نړیوال کنفرانس ته وبلل شول.

پر روسیې سربېره د امریکا متحدو ایالتونو، چین او پاکستان هم دغه کنفرانس کې حضور درلود.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه کنفرانس تر پیل وړاندې وویل مسکو د کابل پر چارواکو او طالبانو د دې لپاره فشار راوړي چې "سره پخلا شي او پاېنده سولې ته شرایط برابر شي".

خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو وروستیو بریاو مسکو لوبې ته اړیستی دی او د دغه هېواد چارواکي له ناټو پرته راتلونکې کې د اشرف غني د حکومت د څنډې ته کېدو د اړتیا په اړه په ډېر قاطعیت خبرې کوي.

ښاغلي کابلوف په وروستیو کې ویلي "له اوسني بن بست د وتلو یوازنۍ لار" د یوه داسې اېتلافي انتقالي حکومت جوړېدل دي چې پر طالبانو سربېره د "پښتنو، تاجکو، ازبکو او هزاره ګانو ټول پاړکي" پکې شامل وي.

د افغانستان د اوسني حکومت غړي به چې د ښاغلي کابلو لخوا لاسپوڅي بلل شوي، دغه فرضي حکومت کې ځای ونه لري او طالبان هم له هغوي سره خبرو ته حاضر نه دي.

دا غورځنګ "مستقیم ګواښ نه دی"

کابلوف ادعا کوي چې د وخت تېرېدو طالبان منځلاري کړي دي او هغوی یو "پیاوړی سیاسي ځواک" بولي چې د نوموړي په وینا "واقعآ او مشخصآ د واک مستحق دي".

د روسیې ځانګړی استازی وايي "طالبان یوه ترهګره ډله وه او ځینې یې اوس هم ترهګریزې کړنې کوي، خو مساله یې کورنۍ ده، زموږ اوو په مرکزي اسیا کې زموږ د شریکانو ملي ګټو ته د مستقیم ګواښ نه ګڼل کېږي".

د کابلوف په وینا د روسیې، امریکا، چین او پاکستان فشارونه د دې لامل شوي چې طالبان د اسلامي امارت د بیا رامنځ ته کولو په اړه خپل شعارونه او دریځ تعدیل کړي.

د افغانستان جګړه کې د ښکیلو پخوانیو روسي سرتیرو د ټولنې د رئیس ولادېمیر کوشیلف په څېر نورو شخصیتونو هم طالبان ستایلي دي. هغه د جولای په ۶مه د روسیې ۲۴ دولتي شبکې سره مرکه کې وویل چې هغوي "د کاملآ منطقي انسانانو بڼه خپله کړې" چې ټاکلې افغانستان کې د نشه يي توکو د ستونزې جرړې وباسي.

ښاغلي کوشیلف وايي امریکا او متحدانو یې پر دې موضوع "سترګې پټې کړې" او پایله کې یې "هر کال زرګونه وګړي" ووژل شول.

مستقیمه مداخله له امکان لرې ده

د روسیې اصلي اندېښنه دا ده چې د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته نښتې مرکزي اسیا کې د دوی د متحدانو خاورې ته ونه غځېږي.

خو له دې سره سره د کرملین ماڼۍ ویاند دېمیتري پېسکوف ویلي چې روسیې له افغان حکومت سره افغانستان ته د ځواکونو د استولو په اړه کله خبرې نه دي کړي.

روسیه د دې پر ځای له ازبکستان او په ځانګړې توګه تاجکستان سره چې له افغانستان سره اوږده او غرنۍ پوله لري، د اړیکو د ډېرېدو په حال کې ده.

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د جون پر ۵مه په تاشکند او دوشنبه کې له خپلو همپوړو سره تلیفوني خبرو کې روان وضعیت و ارزاوه. د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف هم ټینګار کړی چې هېواد به یې " د یرغلګرو لخوا د دوی متحدانو ته د لاس اچولو مخنیوي لپاره د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه له خپلې پوځي اډې د کار اخیستلو په ګډون، هره اړین کار ترسره کړي."

مسکو د جون پر ۷مه اعلان وکړ چې تاجکستان کې په خپله ۲۰۱ پوځي اډه کې تاجیک سرتیري روزي او ټاکلې سږ کال زرګونه ځواکونه په دې رونیزه دوره کې برخه واخلي.

شننونکو تر دې دمه د روسیې د مستقیمې مداخلې احتمال رد کړی دی.

پوځي کارپوه ویکټور مرواخوفسکي له ودوموستي اقتصادي ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي د تاجکستان له وسله والو ځواکونو سره به د روسیې پوځي مرستې احتمال د وسلو او درملو تر لېږد پورې محدودې پاتې نه شي.

د مسکو د اقتصاد د عالي ښوونځي غړی اندري کازانتسف هم ورته نظر لري. هغه سیمې ته د روسیې سرتیرو د نویو ډلو لېږل ناشوني ګڼي.

ښاغلي کازانتسف ګازتا خبري ویب پاڼې ته ویلي تاجکستان کې د روسیې ۲۰۱ او همدا راز قرغیزستان کې د دغه هېواد هوايي اډه دقیقآ افغانستان کې له همداسې وضعیت سره د مقابلې لپاره جوړې شوې دي.

د اسلامي دولت "داعش" په اړه اندېښنې

د مسکو د اندېښنو زړی طالبان نه، بلکې څرنګه چې ښاغلي لاوروف ویلي د "اسلامي دولت غړي" دي.

سیاسي شنونکي ارکادي دوبنوف په کازان ښار کې 'اېس اېن تات' ویبپاڼې ته ویلي مسکو له دې اندېښمن دی چې د افغانستان شمال کې به د طالبانو پرمختګونه دې ته لار پرانیځي چې د القاعده، داعش، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، او همدا راز د شمالي قفقاز د توندلارو اسلامپالو په څېر وسله وال جګړه مار به تاجکستان او ازبکستان ته ننوځي او "هلته به په پټو دسیسو لاس پورې" کړي.

فرصت که ګواښ؟

یوه بل شنونکي استانیسلاو تاراسوف ویلي چې "ګڼ بهرني لوبغاړي" تر ناټو وروسته افغانستان ته "د ډېر غوره جیوپولېټیک لیدلوري" په سترګه ګوري.

د افغانستان د چارو شنونکی اندري سرنکو هم پر دې نظر دی چې روسیه کولی شي له دې وضعیته د خپل د نړیوال امنیتي بلاک یعنې ټولیز امنیت تړون سازمان د باور د بېرته راژوندي کولو لپاره ګټه واخلي او وښيي چې د تاجکستان په څېر د دغه سازمان د غړي دفاع کوي.

خو پر روسي چارواکو او دولتي رسنیو حاکمه فضا تر ډېره تیاره پاتې ده.

د دغه هېواد د ولسمشر ولادېمیر پوتین ویاند ویلي چې روانه "بې ثباتي" کرملین لپاره د اندېښنې لامل ده.

روسیه کې د تلویزیوني خپرونو پېژندل شوی مجري دېمیتري کیسلیوف تر دې هم په زغرده غږېږي او د جون پر ۴مه یې خپله خپرونه "د خبر اوونۍ" کې چې د روسیې له ۱ شبکې خپرېږي وویل: " شک نشته چې هلته جګړه پای ته نه ده رسېدلې. راتلونکې کې به تر دې بد تره شي".

هغه په خپل دغه بدبینانه تحلیل کې مسکو لپاره هم د روان وضعیت د ناوړه پایلو یادونه کړې او ویلي یې دي: "تر دې وروسته به هېڅ شی سیمه کې د ترهګرۍ د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونه نیسي. روسیه به هم له همدې ستونزې سره مخ وي."

د روسیې دولتي رسنۍ له پخوا افغانستان کې د امریکا او متحدانو ‍د لاسوهنو منتقدې وې. خو اوس خپلواک کارپوهان وايي هغه له وخت سره سم د روسیې درېځ و، سیمه کې یې د نسبي ثبات لپاره د ناټو ځواکونو حضور په داسې حال کې منلی و چې له غوسې یې غاښونه هم چیچل.

د سیاسي چارو شنونکی ولادېمیر پاستوخوف ‍دې ته په کتو چې روسیه پر افغانستان د شوروي اتحاد له بریده ښې خاطرې نه لري، وايي "کرملین دا ځل غوره بولي ښکیل نه شي."

خو هغه په ورته وخت کې زیاتوي چې مسکو ښايي 'د خپلې دې غوښتنې خلاف' د دې لپاره چې د ټولیز امنیت تړون سازمان په اډانه کې یې له تاجکستان سره خپلې ژمنې پر ځای کړې وي، دې کړکېچ ته داخل شي.

د یوه ډېر لیدل کېدونکې ټلګرامي حساب په وینا، روسیه باید اوس افغانستان کې د "څو قطبي نړۍ" پر واقعیت هوکړه وکړي، چې پخوا یې پخپله پر نړۍ د امریکا د واکمنۍ د بدیل په توګه دودونکې وه.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ