علي وزير له بنده خوشې شو

8 سرطان 1400

علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشې شوی او تمه ده د پارلمان په غونډه کې برخه واخلي.

وزیر د پاکستان د پارلمان غړی او د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو کسانو دی.

دی د تېر کال له ډسمبر راهیسې د حکومت پرخلاف د خلکو د پارونې په تور په کراچۍ کې بندي و.

علي وزیر او د پارلمان یو بل غړی خورشید شاه د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر په امر له بنده خوشې شوي، څو د بودجې په اړه په غونډو کې ګډون او خبرې وکړي.

د پاکستان په قوانینو کې د پارلمان مشر د ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده د پارلمان د غړو د پرېښودلو امر 'پروډکشن ارډر' ورکولای شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، د پارلمان غړی محسن داوړ او ګڼ نور کسان د علي وزیر د هرکلي لپاره بېګا ناوخته د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورغلي و.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ