د طالبانو يو پلاوی ايران ته تللی

16 سرطان 1400

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په يوه بيان کې ويلي ډي د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی په رسمي بلنه ايران ته تللی دی.

تر اوسه پورې په دې اړه نور جزيات نه دي ورکول شوي، خو ویلي یې دي چې پلاوی له ایراني چارواکو سره د اړوندو او دوه اړخیزو موضوعاتو د څېړلو په موخه دې هېواد ته تللی دی.

په بیان کې راغلي چې د طالبانو پلاوی به نن له ځینو افغاني شخصیتونو سره هم یوه تفاهمې ناسته ولري او له هغو سره به د هېواد د روان وضعیت او د خبرو له لارې د ستونزو د اوارۍ په موخه خبرې وکړي.

افغان چارواکو د ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه تراوسه څه نه دي ویلي

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ