د صالح او نايبزاده ناندريزې خبرې؛ يو پر بل يې تودې نيوکې کړي

19 سرطان 1400

وروسته له هغه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال امرالله صالح د ولسي جرګې پر بادغيسي وکيل تودې نيوکې او ګواښونه وکړل، په غبرګون کې يې اميرشاه نائب زاده ويلي دي چې ښاغلي صالح ناقانونه کار کړی دی.

نايب زاده ويلي دي، پر ځای د دې چې لومړی مرستيال يې تقدير کړي، نيوکې پرې کوي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته منسوبې هغه تلیفوني خبرې چې نوموړی پکې ظاهراً په تونده لهجه ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یو برحال استازی امیر شاه نائب زاده طالبانو سره په معامله تورنوي او ګواښي، ناندریزې شوې دي.

دا تلیفوني خبرې تېره ورځ خواله رسنیو ته راوتلې، خو پخپله ښاغلي صالح او یا د هغه دفتر لا په زغرده نه دي تائید کړې.

خو امرالله صالح تېره ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "له طالب او پاکستاني جاسوس سره زغم او مدارا نه کېږي. دا یو تش خبرداری نه دی".

د بي بي سي د راپور په حواله، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد هم د دغه غږیز کلپ له تائید پرته بي بي سي ته وویل، د افغانستان د دولت مشرتابه، دولتي ځواکونه او عدلي او قضايي ادارې به تر دې وروسته په هېڅ صورت له هغو افرادو او کړیو سره نرم چلند و نه کړي چې خبرې او عمل یې د دښمن په ګټه او د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو په زیان تمامېږي.

ښاغلي مراد زیاته کړه: "قوانین موجود دي. هر څوک چې د جګړې په حالت کې په یو نه یو ډول د دښمن غږ بدرګه کوي او د افغان امنیتي ځواکونو خلاف فعالیت کوي، د هغو خلاف اقدام کېږي".

د نوموړي په وینا "دا پریکړه یوازې د ولسمشر او د ولسمشر د لومړي مرستیال نه، بلکې د ټول ملت ده".

تیلیفونکي مکالمه کې څه ویل شوي؟

ښاغلی صالح نوموړي ته په دغو منسوبو تلیفوني خبرو کې د ولسي جرګې غړي امیر شاه نائب زاده ته وايي، داسې پرله پسې رپوټونه ورسېدلي چې ګوندې دی (نایب زاده) بادغیس کې امنیتي ځواکونه هڅوي چې طالبانو ته تسلیم شي او نوموړی (صالح) پر دغو رپوټونو شک هم نه لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال د ولسي جرګې دغه غړي ته په ګواښونکې لهجه وايي که طالبانو ته د افغان سرتیرو د تسلیمیدو له هڅونې سملاسي لاس وانخلي او پښیماني و نه ښيي "جهنم" ته به یې ولېږي.

ښاغلی صالح نائب زاده تورنوي چې "میلیونونه" یې اخیستي او طالبانو ته یې ویلي چې ولایت ورته تسلیموي.

ښاغلی صالح د دغو تلیفوني خبرو په دوام د هېواد د حساس وضعیت یادونه هم کوي او د ولسي جرګې دغه غړي ته یو ساعت وخت ورکوي چې پر خپلو کړنو پښیماني وښيي.

تر اوسه مالومه نه ده چې امرالله صالح ته دا منسوبې تلیفوني خبرې څنګه او د چا لخوا خواله رسنیو ته راوتلې، خو ولسي جرګه کې د بادغیس استازي امیر شاه نائب زاده پخپله هم له امرالله صالح سره د دغو تلیفوني خبرو کره والی تائید کړی دی.

د نائب زاده غبرګون

د ولسي جرګې غړي امیر شاه نائب زاده په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن جمعه په خواله رسنیو خپور شوی، د ولسمشر د لومړي مرستیال څرګندونې "غیر قانوني" او "سپکوونکې" بللې دي.

هغه زیاته کړې چې تل یې د نظام ملاتړ کړی او ګواکې دوه ځله یې بادغیس له سقوط ژغورلی دی.

ښاغلی نائب زاده زیاتوي فکر یې کاوه چې د ولسمشر لومړی مرستیال به د بادغیس ولایت کې په وروستیو جنګ جګړو کې د اوښتو زیانونو له کبله تسلیت ورته وايي او د ملاتړ ډاډ به ورکوي.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي هېڅ وخت ترهګرو، د اوسني نظام دښمنانو او د نوموړي په وینا د پنجاب غلامانو ته سر نه ټیټوي.

هغه د ولسمشر لومړي مرستیال ته خطاب کې وايي که د ده خلاف اسناد او شواهد لري باید له قانوني لارو پر مخ ولاړ شي، ځکه دی هېڅکله ځان ښاغلي صالح ته نه تسلیموي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ