خليلزاد: طالبان د سولې خبرو کې ځان برلاسي کول غواړي

19 سرطان 1400

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دي، طالبانو په دې خاطر جګړه سخته کړې، څو د سولې خبرو اترو کې برلاسي شي.

نوموړي دغه راز ويلي دي، د طالبانو لخوا د جګړې سختول د حل لاره نه ده.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي‌ چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده، خو نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري.

د بي بي سي د راپور په حواله، ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې افغانستان کې د جګړې سختېدو تمه یې درلوده، خو په پوځي ډګر د طالبانو پرمختګ حیران کړی دی.

نوموړي وویل: "ځینې وختونه هڅه کېږی چې د روغې جوړې په خبرو کې د دریځ د پیاوړي کولو لپاره پوځي فشار زیات شي. زه تعجب نه کوم چې جګړه خورا ډېره سخته شوې، خو زه د طالبانو پرمختګ حیران کړی یم. هیله کوم چې افغان وسله وال ځواک به د خپلو متحدینو په مرسته دغه پرمختک په شا وتمبوي".

نوموړی وايي، طالبانو ویلي چې د ولایتونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي، او که یې وکړل امریکا به د کړیو ژمنو حساب ورسره کوي او مسؤل به یې بولي.

د هغه په وینا: "طالبان پوهېږي چې دوی باید د افغانستان د راتلونکي په توګه ومنل شي، که پوځي حل غواړي او غوښتنه یې دا وي چې پر کابل پوځي ولکه وکړي، نو دا به د دوی هغه ټولې غوښتنې په خطر کې واچوي چې له نړیوالو یې لري. موږ به په افغانستان کې داسې حکومت په رسمیت و نه پېژنو چې په زور تپل شوی وي، همدا د ټولو دریځ دی، د هغو هېوادونو هم چې پخوا یې د واکمنۍ پر وخت طالبان په رسمیت پېژندلي وو".

د جګړې په اړه د طالبانو دریځ

ښاغلی خلیلزاد داسې مهال پر ولایتي مرکزونو د طالبانو له لوري د بریدونو نه کولو ژمنې یادونه کوي چې همدا نن (جمعه) مسکو ته د طالبانو یوه تللي پلاوي وویل، پر ولایتي مرکزونو برید کول یا نه کول له امریکا سره د دوی د تړون برخه نه ده، بلکې په خبره یې دا یوه کورنۍ مسله ده.

مخکې تصور داسې و چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ هوکړې په ضمیمه کې طالبانو ژمنه کړې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو تر مهاله به د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نه کوي.

د جمعې پر ورځ خبریالانو مسکو کې د طالبانو له پلاوي وپوښتل چې ایا د بادغېس پر مرکز قلعه نو برید امریکا سره له شوې هوکړې سرغړونه نه ده؟

د طالبانو مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین یې په ځواب کې وویل، په هغه هوکړه کې چې طالبانو له امریکا سره لاسلیک کړې، پر ولایتي مرکزونو د بریدونو په هکله څه دي ویل شوي، ځکه د نوموړي په وینا دا د افغانستان یوه کورنۍ موضوع ده.

دا دوه جلا دریځونه داسې مهال رامخې ته کېږي چې دوه ورځې وړاندې یو شمېر طالب وسلوال د ساعتونو لپاره د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار ته ننوتل، خو ډېر ژر د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.

طالبانو وروسته بي بي سي ته وویل،‌وسلوال یې د ښار د نیولو نیت نه درلود او یوازې د چور چپاول د مخنیوي لپاره د لنډ ساعت لپاره قلعه نو ته داخل شوي‌ وو.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ