ولسي جرګه: د خلکو د وسلې پورته کولو چاره بايد قانوني شي

8 سرطان 1400

د افغانستان ولسي جرګې ډېری غړو په یو شمېر ولایتونو کې د عامو خلکو لخوا د وسلو پورته کولو په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې دا چاره باید د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو لاس ته د ولسوالیو تر لوېدلو او جنګ جګړو تر تودېدو وروسته د افغانستان په شمال، لویدیځ او ختیځ کې یو شمېر خلکو وسلو ته لاس کړی او وایي، د نظام په ساتنه کې د حکومت ملاتړ کوي.

خو د دوشنبې پر ورځ د افغانستان ولسي جرګې زیاتره غړو دا چاره د 'خپل سرو ملېشو جوړېدل' وبلله او د دی بهیر د راتلونکو ناوړه پایلو په اړه یې اندېښنه وښوده.

ولسي جرګې همدا راز پرېکړه کړې چې دفاعي او امنیتي کمېسیون به یې د عامو خلکو لخوا د وسلې پورته کولو ته قانوني بڼې ورکولو لپاره یوه طرحه چمتو کوي.

ولسي جرګه کې د فراه ولایت د خلکو استازې بلقیس روشن د دوشنبې ورځ عمومي غونډې ته وویل:

"دا د خلکو پاڅونونه او وسله وال چې په تصویرونو کې ګورئ، ویروونکي دي. دا هماغه پخوانۍ ملېشې دي. د ازمویل شوي بیا ازمویل خطا ده. که عام خلک راپاڅیږي نو بیا ولسي پاڅون دی او له خپلو سیمو به دفاع وکړي. خو دا په یاد ولرئ چې د ټوپک سالارانو وسله وال کول به یو ځل بیا په افغانستان کې د وینې تویولو په معنی دي".

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او له سیاسي لارې په حکومت کې ورګډ شي. هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه وسله وال او پاڅونوال په قانوني چوکاټ منظم کړي.‌ نوموړي د جرګې غړو ته وویل:

"له حکومته غواړم د خلکو راپورته شویو پاڅونونو ملاتړ د دفاع وزارت په چوکاټ کې په قانوني بڼه او د سیمه ییزې اردو په نوم وکړي".

د حکومت او طالبانو دریځ څه دی؟

د دغه ځواکونو کره شمیر نه دی مالوم، خو ویل کېږي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې زرګونو کسانو د طالبانو پر وړاندې وسلې پورته کړې دي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزرات د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال نقیب الله فایق د طالبانو پر وړاندې د خلکو د پاڅون او وسله وال کېدو هرکلی کړی و او ویلي یې وو، حکومت چمتو دی چې دغو کسانو ته جنګي وسایل ورکړي او سمبال یې کړي.

همدا راز د افغانستان ملي امینت شورا وايي، ټول ولسي حرکتونه چې د نظام په ملاتړ وي د حکومت په چوکاټ کې به تنظیم شي.

خو طالبان بیا وایي چې ځینې کړۍ عام ولس د خپلو ګټو لپاره کاروي، او خبرداری یې ورکړی چې د دغو خوځښتونو سمبالوونکي به نه بښل کېږي.

دې ډلې څو ورځې وړاندې په یوه بیانیه کې پر عامو خلکو هم غږ کړی و چې خپل اولادونه د دې کړیو خدمت ته ورنکړي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ