د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د طب پوهنځیو له نارینه فارغانو د طبي شورا ایکزیټ ازموينه واخیسته

30 دلو 1401

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې له نجونو پرته د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د طب پوهنځیو له نارینه فارغانو د طبي شورا ایکزیټ ازموينه  واخیسته

دغه ازموینه کې د ستوماتولوژي او معالجوي طب څانګو ۷۰۰۰ تنو فارغانو ګډون کړی و.

طالبانو اونۍ وړاندې وویل، چې دې امتحان کې له طب فارغې نجونې ګډون نشي کولی او له هغو به جلا امتحان واخیستل شي، خو د دې ډلې چارواکو نه تېره اونۍ آو نه هم نن د نجونو د ازموینې د نېټې په هکله څه ویلي دي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ