د مصر د يو پخواني پاچا مېرمن جهان سادات مړه شوه

19 سرطان 1400

د مصر د پخواني ولسمشر محمد انور السادات کونډه جهان سادات د قاهره یوه روغتون کې د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه.

د بي بي سي د راپور په حواله، جهان صفوت رؤوف سادات د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر جګړه کې د پوځي ټپیانو درملنه کې د رضاکارانه فعالیت له کبله مشهوره شوه، همدا وو چې هغې ته د "اتلانو مور" لقب ورکړل شو.

جهان سادات د ۱۹۳۳ کال د اګسټ پر ۲۹مه زیږېدلې. پلار یې مصری جراح او مور یې بریتانوۍ او د موسیقۍ ښوونکې وه.

هغې په ۱۹۴۹ کال له انور سادات سره واده وکړ، هغه وخت سادات د مصر د پوځ یو افسر او تر جهان پنځلس کاله مشر و. د دواړو درې لوڼې او یو زوی پیدا شول (لبنی، نهی، جیهان او جمال) .

محمد انور السادات مخکې له یوې بلې ښځې (اقبال ماضي) سره واده کړی و چې درې لوڼې یې ترې پیدا شوې (راویه، رقیه او کامیلیا) او وروسته یې اقبال ته طلاق ورکړ، خو له جهان سره د انور السادات واده اسانه نه و، ځکه چې د جهان مور او پلار په سختۍ راضي شول چې جهان انور السادات ته واده کړي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ