د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره هڅې؛ خليلزاد تازه سفرونه پيل کړل

20 سرطان 1400

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دي، د دې لپاره چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ سوله وشي، تازه يې افغانستان او د سيمې سفرونه پيل کړي دي.

امریکا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته د رسېدو هڅې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د زلمي خلیلزاد په دې سفر کې د پرېکنده ډیپلوماسۍ په اډانه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته د رسېدو په موخه هڅې کېږي.

د بي بي سي د راپور په حواله، ښاغلي خلیلزاد د خپل دې سفر په اړه ویلي، هڅه کوي افغان شخړه په داسې بڼه پای ته ورسېږي، چې د افغانستان یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت خوندي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دې لړ کې د منځنۍ او مرکزي اسیا هېوادونو او منځني ختیځ ته سفر وکړي.

په بیان کې په سوله ییزه توګه د افغان شخړې د پای ته رسېدو ټینګار شوی او ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به ددې سفر پرمهال قاطعانه دیپلوماتیکې هڅې وکړي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ به د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر د جو بایډن هغه وینا هم خپره کړې چې د افغان سولې په تړاو قاطعانه ديپلوماتیکو هڅو کې د امریکا د ښکېلتیا خبره پکې شوې ده.

سیمې ته د ښاغل‍ي خلیلزاد دا سفر داسې مهال پیلېږي چې د طالبانو دوو پلاوو تهران او مسکو ته سفر کړی.

افغان حکومت وايي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او هڅه کوي د زور له لارې واک ترلاسه کړي، خو طالبان دا خبره ردوي او سوله ییز حل ته پر خپله ژمنتیا ټینګار کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرو ته دې را وړاندې شي.

ښاغلي غني ‌پرون (شنبه) د خوست هوايي ډګر پرانیستغونډې ته خبرو کې وویل، پکار ده د نورو جګړه ځپلو هېوادونو له تجربو درس واخیستل شي.

"چې سبا سره کېنو ولې نن نه کښېنو، ټول دې له سوریې، یمن، عراق الجزایر او لبنان نه درس واخلي، راشئ کښېنئ، که جګړې ته راغلئ، ملامتي به ستاسې پر غاړه وي".

د جګړې د ډګر په تودېدو سره که څه هم د سولې خبرې سړې شوې، خو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ لیده کاته دوام لري.

د دواړو لورو د تماس ډلې له خوا تېره اعلان شوې ناسته یوه اونۍ وړاندې وه خو تر اوسه په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه ښکاري.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ