د سولې خبرې؛ ډيبرا لاينز دوحه کې له طالبانو سره ليدلي

15 سرطان 1400

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز دوحه کې له طالب مرکچیانو سره کتلي دي.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په پرونۍ کتنه کې د سولې له بهیره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ خبرې شوې دي.

یوناما وړاندې لیکلي، د سولې خبرې باید ریښتینې وي او د جګړې د پای ته رسولو او هېلو ته د افغانانو د رسیدو لپاره باید لومړیتوب ورکړل شي.

د سولې بین الافغاني خبرې په تېره سېپټمبر میاشت کې په دوحه کې پيل شوي، خو له څو ځل مخامخ کتو او اجنډا جوړېدو پرته په کې بل کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

افغان حکومت طالبان او برعکس طالبان حکومت تورنوي چې خبرو ته صداقت نه لري.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ