افغانستان کې جګړه؛ کندوز کې طالبانو د خلکو کورونه سوځولي

17 سرطان 1400

له تېرو څو اوونيو راهيسې افغانستان کې نښتو زور اخيستی دی، په ډېری ولايتونو کې توده جګړه روانه ده، چې تر ټولو ډېر پکې عام خلک زيانمن شول.

د بشر حقونو د څار سازمان ويلي دي، طالبانو کندوز د ملکي خلکو کورونه سوځولي دي.

ياد سازمان ويلي، طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې په کندز ولایت کې د باغ شرکت د اوسیدونکو کورونه د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ په تور لومړی لوټ کړي او وروسته یې سوزولي دي.

د بشري حقونو دغه ملاتړي سازمان د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) په یو بیان کې وویل چې طالبانو دغه راز د باغ شرکت اوسېدونکي له سیمې څخه شړلي دي.

په بیان کې راغلي چې که څه هم طالبانو په باغ شرکت کې د خلکو د کورونو لوټل او سوزول رد کړي، خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو تل د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ په تور له ملکيانو سره بد چلند کړی دی.

د امريکا غږ د راپور پر اساس د دغه سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټریشیا ګاسمن وویل چې د طالبانو مشران له ملکیانو سره د خپلو چنګیالو د بد چلند د مخنیوي وړتیا لري خو د هغې په وینا دوی دې کار ته هېڅ لیوالتیا نه ده ښودلې.

د بشري حقونو د څار سازمان د بیان له مخې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې کله چې طالبان د باغ شرکت سیمې ته دننه شول، په لوډسپیکرو کې یې د سیمې په اوسېدونکو غږ وکړ چې خپل کورونه خوشې کړي او له باغ شرکت څخه ووځي.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس د طالبانو له ګواښ وروسته شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې زیاتره کورنۍ د تخار مرکز تالقان او د بدخشان مرکز فیض‌اباد ته بې‌ځایه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې پر ملکیانو بریدونه، د هغوی د شتمنیو غلا کول او د کورونو سوزول د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دي او په ملکیانو باندې په قصدي ډول بریدونه جنګي جنایت بلل کېږي.

دغه سازمان ویلي چې له ملکیانو سره د طالبانو د بد چلند په اړه معلومات یې د باغ شرکت له اوسېدونکو سره د ټیلیفوني اړیکو له لارې راټول کړي دي.

د طالبانو ډلې تراوسه د بشري حقونو د څار سازمان د بیان په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بریدونو په اړه د امریکا د شارژدافیر انتقاد

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي چې د طالبانو په وروستيو یرغلیزو بریدونو کې د افغانانو بشري حقونه نقضېږي.

ښاغلي ویلسن د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو بریدونو دا "ویره" رامنځ ته کړې چې دغه ډله د افغانانو د غوښتنې په خلاف غواړي په زوره واک تر لاسه کړي.

د امریکا د سفارت شارژدافیر یو ځل بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې د "ښه نیت او ریښتینې ارادې" په ښودلو سره مذاکرات وکړي ترڅو یو سیاسي توافق ته په رسېدلو سره په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

دغه امریکايي چارواکي د خپلو پیغامونو په پای کې د "همدا اوس اوربند" هشټګ هم کارولی دی.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ