طالبانو د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه

14 سرطان 1400

افغان طالبان وايي، هر هغه بهرنی پوځي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تر ټاکلې نېټې ونه وځي، ''د نیواکګر ځواک'' په سترګه به ورته وکتل شي.

قطر کې د طالبانو پخوانی ویاند سهیل شاهین له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، د کابل نیول نه غواړي، خو د پوځي قراردادیانو په ګډون هیڅ بهرنی پوځي هم باید افغانستان کې پاتې نه شي.

د هغه په خبره، که د دوحې تړون خلاف بهرني ځواکونه پاتې شي، هغه وخت طالب مشران په دې هکله پرېکړه کوي:

''موږ به غبرګون وښيو او وروستۍ پرېکړه به هم د طالبانو مشرتابه کوي. '

کابل ته نږدې له بګرام هوايي اډې د امریکايي ځواکونو وتلو او افغانستان کې د ناټو ماموریت پای ته رسېدو پسې رپوټونه دي، چې دغه هېواد کې به نږدې زر ناټو ځواکونه، چې ډېری به پکې امریکایان وي پاتې شي.

د دې ځواکونو د پاتېدو موخه هم د ناټو غړو هېوادونو د سفارتونو او کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ساتل ښودل کېږي.

ښاغلي شاهین بي بي سي ته وویل، طالبان د بهرنیو ځواکونو د شتون خلاف دي، خو پر ډیپلوماټانو، د نادولتي موسسو پر غړو او نورو بهرنیو وګړو به بریدونه ونه کړي.

د هغه په خبره، ''افغانان د نادولتي ادارو او سفارتونو چارو ته اړتیا لري. ''

سهیل شاهین له بګرام هوايي اډې د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل تاریخي شېبه وبلله.

د طالبانو ا وامریکا د تړون له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان وځي او په بدل کې طالبان القاعده او نورو ډلو ته تر خپل واک لاندې سیمو کې د چارو اجازه نه ور کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سږني سپټمبر ۱۱ له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو اېستلو نېټه ټاکلې ده.

دا ورځ پر ۲۰۰۱ کال امریکا کې د القاعده د بریدونو شلمې کلیزې سره برابره ده چې له امله یې امریکا پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې وپرځاوه.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ