مودي د کابینې ۱۲ وزیران له دندو لیرې کړي

17 سرطان 1400

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن چارشنبه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) د عامې روغتیا د وزیر په ګډون ۱۲ وزیران پداسې حال کې له دندو لیرې کړي چې پدې هیواد کې د کرونا ویروس په پراخه توګه خپور شوی.

د امريکا غږ د راپور په حواله، وروسته له هغې چې د روان میلادي کال د اپریل او مې په میاشتو کې په هند کې د کرونا وژونکی ویروس په پراخه توګه خپور شو او د عامې روغتیا څانګه د خدمتونو په برابرولو، په روغتونونو کې د بسترونو او په ټول هیواد کې د اکسیجن او دارو درملو د کمښت ستونزې پیدا شوې او خلکو هم شکایتونه وکړل، د عامې روغتیا په وزیر هریش وردهان د نورو په نسبت ډیر انتقادونه وشول.

په هند کې د دې ناورین د راتګ نه څو اوونۍ وړاندې ښاغلي وردهان ویلي وو چې هیواد د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په وروستي پړاو کې دی خو بل پلو بیا پدې هیواد کې د کرونا ویروس د لومړي ځل خپریدو نه وروسته د مارچ تر میاشتې ۱۶۰ زره کسان مړه شول چې پدې تیرو دریو میاشتو کې دا رقم د ۴۰۰ زرو نه هم پورته شو.

صدراعظم نریندرا مودي دا ۱۲ وزیران په یو ځای پداسې حال کې له دندو لیرې کړي چې ټاکل شوې په ۷ ایالتونو کې انتخابات وشي او ښاغلی مودي دا کار د خپل حکومت لخوا د اصلاحاتو او تغیراتو نمونه ښیي.

اکثریت نوي معرفي شوي وزیران چې ټاکل شوې د لیرې شویو وزیرانو ځای ناستي شي، د واکمن بهارتیا جانتا د ګوند غړي دي او دا کار ښایي د ۲۰۲۲ کال په انتخاباتو کې د هغه په ګټه تمام شي.

په ګوښه شویو وزیرانو کې د اطلاعاتو او ټکنالوژۍ وزیر روی شنکر پرساد هم دی خو دا ندي ویل شوي چې ښاغلی پرساد په کوم دلیل له دندې لیرې کړل شوی.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ