"ګام نیوز" خبري اژانس پرانیستل شو

12 حمل 1398

daily newspapers - روزنامه های کابل

 

 

ګام نیوز خبري اژانس په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دولتي چارواکو، خبریالانو او مخورو له لوري پرانیستل شو.

 

په دې مراسمو کې په پارلماني چارو کې ددولت وزير فاروق وردګ، د ولسمشر ستر سلاکار ضياء الحق امرخېل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستيال ډاکټر کمال سادات، د رسنيو د ملاتړ ادارې مشر صديق الله توحيدي د ملي شورا غړو او د رسنيو استازو برخه اخيستې وه.

 

د ګام نیوز مشر قریب الرحمن شهاب وویل، چې ګام نیوز ېې د افغان ولس د غږ د انعکاس لپاره رامنځ ته کړی دی.
هغه زياته کړه، ګام نیوز یې نه د کوم بهرني سفارت په مرسته جوړ کړی او نه هم له کوم سیاسي جهت سره تړاو لري.
نوموړي پر حکومت غږ وکړ، چې معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړي او پر رسنیو د سالم نظارت وکړي.
غونډې ته په وینا کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ډاکتر فاروق وردګ وویل، د بیان ازادي د تیرو ۱۸ کلونو یوه مهمه لاسته راوړنه ده؛ خو ځينې ستونزې هم لري.

 

وردګ وویل، په رسنیو کې سرعت، دقت او صحت مهم اصلونه دي؛ خو ځينې افغان رسنۍ ورته پام نه کوي.
نوموړي د ګام نیوز د رامنځ ته کیدو له امله د هېواد د رسنیو کورنۍ ته مبارکي وویله او د بریا هیله یې ورته وکړه.
پرانیستغونډې ته په وینا کې د ولسمشر ارشد سلاکار ضیاالحق امرخیل وویل، افغان رسنۍ باید د کلیو او بانډو د خلکو غږ انعکاس کړي.
امرخیل وویل، له ګام نیوز څخه یې هیله داده چې تر څو د افغان ولس پر ستونزو اساسي کار وکړي او د کرکې او تعصب لرې عمل وکړي.
نوموړي همداراز وویل، چې رسنۍ د سولې په پروسه کې هم مهم رول لري او باید د ولس د اګاهۍ لپاره جدي کار وکړي.
غونډې ته په وینا کې د ولسي جرګې غړي ډاکتر عبیدالله کلیمزي وویل، د افغان رسنیو په ډګر کې د ګام نیوز رامنځ ته کیدل یو مهم ګام دی.
ښاغلي کلیمزي وویل، په رسنیو کې له ګڼو ستونزو سره سره د پام وړ پرمختګونه شوي او د لا زیات پرمختګ هیله یې ورته وکړه.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غړي صدیق الله توحیدي د ګام نیوز رامنځ ته کیدل په داسې حال کې وبلل چې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
توحیدي وویل، په ولایتونو کې د رسنیو د فعالانو وضعیت ورځ تر بلې کمزوری کیږي او له حکومته یې دغه برخې ته د جدي پام غوښتنه وکړه.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ