محب: جرمي شبکې دې له منځه يوړل شي

23 حوت 1397

سید حسیب الله انوری

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتي دي، چې د مهسا ماشومې قاتلینو ته د هېواد د نافذه قوانینو پر اساس سزا ورکړي.
شپږ کلنه مهسا څو ورځې مخکې د کابل ښار له ١١مې حوزې تښتول شوې وه او د پيسو د نه ورکړې په صورت کې د تښتوونکو لخوا وژل شوې وه، د کابل پوليسو د هغې دوه تنه تښتوونکي نيولي چې پخپل جرم يې اعتراف هم کړى دى. 
د امنيت شورا سلاکار له امنیتي ځواکونو قدر داني کړې چې د شهیدې مهسا دردونکې پېښې عاملین یې ونیول او پر هغوی یو ځل بیا غږ کړى، چې ټولې جرمي شبکې او د هغوی شریکان وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
هغه زياته کړې، که چېرې دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې مقاومت کوي، له منځه دې یوړل شي.، نوموړي د مهسا ماشومې د وژل کېدو په پېښې خواشينې ښودلې او له د هغې کورنۍ سره يې غمشريکي کړې ده.
ولسمشر اشرف غني هم پر دې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ  عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د قانون سره سم مجرمينو ته سزا ورکړي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ