د قطر د سياسي دفتر مشرانو ته پرانستى ليک

17 سرطان 1400

نېټه؛ د چنګاښ ١٦/ ١٤٠٠

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

کيداى شي دا واقعيت نه وي خو فکر مې کاوه چې تاسو د نيوکو اوريدلو عادت نلرئ، مګر نن  يوازې ددغه غظيم وطن د عظيم قرض د يوې وړوکې برخې د ادا کولو لپاره نن تاسو ته لمن غوړوم چې دا ملت او هيواد وژغورئ!

راځئ ومنو چې د جګړې په ډګر کې تاسو بر لاس لرئ.  له تاسو سره اوس ډېرې ولسواليانې دي.  امريکا مو مجبوره کړه چې په خپلو پخوانیو تګلارو او له تاسو سره په چلن او تعاملاتو کې ستر بدلون راوړي. له هر ډول شک پرته امریکا د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې د خپل ملت غوښتنو ته غبرګون وښوده،  تګلاره يې بدله او خپلې ګټې يې خوندي کړي.

زمونږ غوښتنه داده چې زړونه مو غټ او سينې سمندري کړئ . د شجاعت شهامت او متانت بيلګه شئ هغه څه تاسو د مصلحتونو تر نوم لاندې ورباندي خبره نشئ کولاى پريږدئ او د ځمکې پرمخ د پرتو واقعیتونو ننداره وکړئ! شک نشته چې د سولې په هکله ستاسو په خبرو کړنو لومړيتوبونو او څرګندونو کې د تضادونو نيمګړتياو او ستونځو شتون به ووينئ. تاسو يوازې د اسلامي نظام خبره کوئ. په دغه مورد کې د ملت ترمنځ هيڅ مخالفت شتون نلري،  ستونځه له شرعي احکامو څخه د تعبير او د فقهي اصولو په تشريح، کړنلارو او تګلارو کې ده. ستاسو د پخواني اسلامي امارت له تګلارو سره د اسلامي امت اکثره علما اختلاف لري او تاسو د همدغو اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امت د علماو د اجماع لپاره هيڅ نوښت هم نه دى کړى.

د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو د زده کړو، کار کولو سياسي احزابو، حکومتي سيستم، له نړئ سره د افغانستان تړونونه، له نړيوالو بنسټونو سره د افغانستان ژمنې او د بيان د ازادي په تړاو مو دريز مبهم مجهول او يا هم ښه به وي چې ووايم سليقوي دى. ډيرو وضاحتونو ته اړتیا لري. په دغه هکله افغان ولس او نړيوال اندېښنې لري. له ولس سره د چلن څرنګوالی ستاسو د چارواکو تر فراست او روزنيز چاپيريال پورې تړاو لري. منم چې ستاسو په ليکو کې درانه ښايسته او وړتیا درلودونکى اشخاص شته. نه يوازې په خپلو ليکو کې نيمګړتياوې مني د خپل ولس ماتمي صورت حال د خپلو خلکو بهيدونکې وينه او د خپل هېواد د بوږنونکئ حالت درک هم لري او په دغه تړاو درد هم حس کوي، خو تر هغو چې دلته جګړه وي د ښو خلکو ټولنيزې اغيزې به محدودې وي.

زه پوهېږم چې حکومتي اړخ سولې ته په واک کې د پاتې کېدو تر پولې ژمنتیا لري. هر څه قرباني کوي او په هر څه معامله کوى خو په واک باندي خبره هم نکوي.  نن له تاسو څخه غوښتنه لرم. هغه دا چې دغه مظلوم  ولس ستاسو ترحم ته اړ دى. ياد ولرئ چې له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې دلته دغه ولسواليانې ولايتونه او کابل څو ځله د مختلفو ډلو لخوا فتحه شوى خو په مديريت کې ټول ناکام شوي دي، ځکه چې نړول اسان او جوړول ګران کار دى.

تاسو ولسواليانې څه ولايتونه څه، ان چې کابل نيولاى شئ، خو تاسو هم د نورو غوندي له نيولو وروسته مسئوليتونو په تړاو نيمګړتيا لرئ. تاسو په يوازې سر د افغانستان د مديريت کولو لپاره اړينه وړتیا نلرئ. پيغور نه درکوم. غبرګون مه ښئې! خو اوس د  افغانستان او د نړئ عيني واقعيتونه له شل کاله مخکې شرائطو سره د ځمکې او اسمان توپير لري. که کورنۍ جګړه پيل شوه، بيا يې پاى ته د رسولو واک ستاسو له واک څخه وځي.

که درسره ومنم چې جګړه هم اتلولي ګڼل کېږي، نو راځئ اوس د سولې اتلان جوړ شئ. د سولې لپاره پلانونه او مختلفې طرحې تيارې کړئ. په هغه مواردو باندې زيات تمرکز وکړئ چې ستاسو مخالف لورئ پکې له ټکنى صورت حال سره مخ دى. هغه دا چې حکومت د سولې په نوم د سولې عالي شورا د سولي وزارت د مصالحې عالي شورا او داسې نور ادارات جوړ کړل خو د سولي لپاره يې داسې طرحه جوړه نشوه کړاى چې ملت نړيوالې ټولنې او مخالف اړخ يعنى تاسو ته د منلو وي. تاسو هم همدغه تشه لرئ. د قطر دفتر مو پرانست په سلګونو مشران مو قطر ته راوړل خو د سولي په استقامت مو خوځښت د صفر برابر دى. نه مو رغنده تګلاره جوړه کړه او نه مو په عيني واقعيتونو ولاړه طرحه وړاندي کړه. هيله مو داده چې نور دغه بن‌بست ته د پاى ټكى کيږدئ. که حکومت نه غواړي د سولي لپاره رغنده طرحه تياره کړې نو دغه اتلولي تاسو وکړئ.

خورا اړينه ده چې د طرحې په تيارولو کې د سولې او تسليمېدو تر منځ څرګند او واضح توپير وشي.  د جګړې د يوه اړخ غوښتنې طوعا و کرهاً د بل اړخ لخوا منل تسليمي بلل کېږي او څه واخله څه ورکړه پربنسټ د دواړو اړخونو ترمنځ هوکړه او يا هم په الزامي توګه د مخکیني تفاهم له مخې د دريمګړي پريکړه د دواړو متخاصمو ډلو لخوا منلو ته سوله ويل کېږي. د جګړې په ډګر کې له برلاسي سره سره به دا ستاسو غټه تيروتنه وي چې د تسليمي او يا هم تسليمي ته ورته طرحه وړاندې کړئ. ولس يقيناً د حکومت د سترو غلطيانو له امله د سمون او بدلون په موخه په نظام کې ستاسو غوښن رول مني خو د ځنګل ويش هڅه تاسو هم مکوئ او د ستونځه د حل لاره هم نه ده.

ستاسو په ليکو کې خپلسري له ولس سره ناوړه چلن، ظلم  او فساد ستاسو لخوا د ګمارل شويو چارواکو د علمي او کورنى روزنې پر بنسټ توپير کوي . اوس هغه وختونه د تاريخ  د يادونو پاڼو ته سپارل شوي دي چې د مصلحت پربنسټ به يې حقائق پټول. اوس د خپلو نيمګړتياو نه ارزول او په تيري باندي غبرګون نه ښودل د بې کفايته مشرتابه ثبوت ګڼل کېږي. ستاسو په ليکو کې دغه ډول خپلسري اشخاص ستاسو او ولس ترمنځ دښمني ته لاره هواروي.

تاسو نور نشئ کولاى د جګړو داعيه پرمخ يوسئ. د تاریخ کتابونه د انسانانو د تلپاتې کرکې او نفرت له امله ويروونکې او بوږنونکې ننداره رامینځته کوي.  تاریخ د ملتونو او اشخاصو له سرکښيو او تمردي کړنو څخه ډک دى.

د يو بل د وژلو پر ځاى د يو بل منلو او ژغورلو دود به د افغاني ارزښتونو ریښتینی بدلون  ته لاره هواره کړي او زمونږ ټولنه به د جنګ په اړه  ووایی:
“د کورنيو اختلافاتو د حل لاره جګړه نه وه. د انسانانو د وژلو، سوځولو، له یتیمانو او کونډو څخه د خپل هیواد کورونو ډکولو ، د خلکو په رګونو کې د کرکو د ويروس پيچکاري کولو، د افغانانو کورونو ته د جسدونو او فزیکي  او رواني معلولینو رنځورانو استولو تګلاره شهامت نه وه”

ولسمشر غني ته مو هم د خپلو ليکنو له لارې ډيرې زارئ او چيغې ووهلې چې په ځانګړي ډول سولې ته د رسيدو په تړاو مو تګلارې په بې منطقه خيالي مفروضو ولاړې دي. دغه لاره ترکستان ته تللي ده چې تاسو ورباندې مکې ته روان ياست. له دې سره سره چې حق لرو خو مونږ درڅخه هيڅ نه غواړو. يوازې د سولې په هکله مو مشورې واوره، خو هيڅ مو ترلاسه نکړاى شول.

د دغې جګړې له امله خو هديرې تر کليو پورې را ورسيدې. ولس د شهيدانو په جنازو فاتحو ستړى دى. د دغه هېواد وياړونه افتخارات عزت وقار او هسکه غاړه اوس د نړيوالو په آند  سواليه نښه ده. دلته روانه جګړه که مجبوري هم وي خو د وياړ وړتیا نلري. ياد ولرئ چې  مه جګړه مو ختمه نکړه افغانستان خرابيږي او له “څه واخله او څه ورکړه” فارمول پرته له بلې لارې د جګړې ختمول ناشونئ کار دى.

په اخر کې وايم چې که د وحيد خبرو سره هوکړه نه لرئ، نو بيا  هم د يوه ستړي شوي، ستومانه شوي، سپين ږيري شوي او ناهيلي شوي افغان د نه منلو غوښتنه يې وګڼئ، د ناوړه او د ادب له چوکاټ څخه بهر غبرګون مه ښئي.
والسلام
د يوه  خپلواک، اباد او هوسا افغانستان په هيله!

په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

له  تاند وېبپاڼې په مننې


 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ