ټرمپ پر ټولنيزو رسنيو عريضه کوي

17 سرطان 1400

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی، چې د تکنالوژۍ لویو شرکتونو، ګوګل، فېسبوک او ټویټر خلاف محکمې ته عریضه کوي. په دغه عریضه کې د دریو شرکتونو اجرايي مشرانو خلاف شکایت کېږي.

په تېره جنورۍ میاشت کې د امریکا کانګریس پر ودانۍ د ښاغلي ټرمپ پلویانو له یرغل وروسته د عامه نظم ګډوډۍ له اندېښنو سره په خواله رسنیو د ښاغلي ټرمپ حساب پاڼې تړل شوې وې.

بل لور ته د چهارشنبې پر ورځ ښاغلي ټرمپ د قانوني تعقیب نوی هوډ ''د بیان ازادۍ خوندیتوب لپاره ډېر ښایسته پرمختګ وباله. ''

په نیو جرسي ایالت کې د ګالف خپل لوبغالي کې یوې خبري غونډې ته وینا کې نوموړي پر خواله رسنیو او دیموکراتانو تور پورې کړ، چې د ده په خبره ناسم پوهاوي خپرولو کې یې مرسته کړې.

ښاغلي ټرمپ وویل:

''موږ بندیزونو لګولو، غلي کولو، تورو لیستونو کې شاملولو او لغو کولو ته چې تاسې یې په هکله ښه پوهېږئ، پای غواړو. ''

په عریضه کې له محکمې غوښتل شوي چې د ادعا شوي سانسور پای ته رسولو لپاره امر وکړي.

تر اوسه هېڅ یوه شرکت چې عریضه کې یې نومونه یاد شوي، دې عریضې ته غبرګون نه دی څرګند کړی، چې د فلوریډا ایالت یوې فدرالي محکمې ته وړاندې شوې ده.

د عریضې کولو دې اعلان پر مهال د ښاغلي ټرمپ تر څنګ د هغه ځینې ملګري هم وو، چې تر ټولو لومړی امریکا په نامه یې خیریه سازمان رامنځته کړی.

مخکیني ولسمشر هغه خبره چې له کبله یې ټویټر پر نوموړي بندیز ولګاوه، داسې جمله وبلله چې په وینا یې ده ته ''تر ټولو ډېره د مینې وړ جمله '' ده.

د ټویټر مسوولینو په وینا پلازمېنه کې د جنورۍ اتمې له بلوا دوې ورځې وروسته د ښاغلي ټرمپ هغه ټویټر پیغام چې د ''تاوتریخوالي ستاینه '' وبلل شو، د ښاغلي ټرمپ رسمي حساب تړلو لامل و.

هغه تاو تریخوالی د ښاغلي ټرمپ له هغو بې ثبوته پرلپسې ادعاوو وروسته رامنځته شو، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د جو بایډن په ګټه د ټګۍ برګۍ په هکله لګولي وو.

نوموړي په هغه پیغام کې لیکلي وو چې ''سترو هېواد دوستانو '' چې ده ته یې رایې ورکړې، ''یو لوړ غږ '' درلود چې ''باید سپکاوی ورته و نه شي او نه هم باید په هېڅ ډول او بڼه غیر شفاف چلن ورسره وشي. ''

نوموړي په یوه بل ټویټر پیغام کې ویلي و چې د ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې به ګډون و نه کړي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ