د سويلي افريقا ولسمشر زنداني شو

17 سرطان 1400

د سوېلي افریقا پخوانی ولسمشر جیکوب زوما چې د محکمې له حکم د سرغړونې له امله پر ۱۵ میاشتې بند محکوم شوی بېګا شپه یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ او زندان ته لاړ.

ټاکلې وه د یکشنبې په ورځ بند ته لاړ شي، خو ملاتړو یې له کور انساني دېوال جوړ کړ، ځکه پولیسو د چارشنبې تر نیمې شپې وخت ور کړی او ګواښلی یې و، که زندان ته لاړ نه شي، په زور به ونیول شي.

۷۹ کلن زوما د سوېلي افریقا لومړنی ولسمشر دی چې په بند محکومېږي او جېل ته ځي.

د بي بي سي د راپور په حواله، نوموړی خپل ټاټوبي زولو ناتال ولایت کې محبوبیت لري او سوېلی افریقا کې د تبعیض پرضد پاڅون کې د نېلسن منډېلا ملګری و.

خو اوس محبس ته تګ او د مالی فساد تور- چې له امله یې له واک لرې شو- ښايي په واکمن ګوند اې اېن سي کې د شرم سبب شي.

سوېلي افریقا کې د بي بي سي خبریال نومسا ماسکو- چې د زوما لوکس کور ته نږدې تللی- وایي، د یکشنبې په څېر د چارشنبې په ورځ هم د نوموړی د کور شاوخوا ډېر پلویان ټول شوي وو او زندان ته یې د نوموړي د تګ مخنیوی غوښت، خو پولیس هم ډېر وو.

ښاغلی زوما له هغه وروسته پر ۱۵ میاشتې بند محکوم شو چې د خپلې نهه کلنې واکمنۍ اړوند فساد پلټنو په هکله یې د شاهدي ورکولو لپاره د محکمې له حکم سرغړونه وکړه.

ځینې سوداګر تورن دي چې د نوموړي واکمنۍ پر مهال یې سیاستوالو سره د دسیسې له لارې په پرېکړو کې لاسوهنه کړې ده.

ښاغلی زوما بیا بیا ځان د سیاسي دسیسې قرباني بولي او وايي، عمر او دغه هېواد کې د کورونا خپرېدو حالت ته په پام یې زنداني کول د اعدامولو په مانا دي.

که څه هم نوموړی پر ۲۰۱۸ کال د خپل ګوند افریقا ملي کانګرس له خوا له واک لرې کړل شو، خو بیا هم دغه هېواد په تېره خپل ټاټوبي کې ډېر ملاتړي لري.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ