ايران کې د کرونا شدت؛ له پلازمېنې پر وتلو بنديز ولګېد

17 سرطان 1400

د راپورونو په حواله ايران کې يو ځل بيا د کرونا وايروس په شدت سره د خپرېدو په حال کې دی، چې له امله له پلازمېنې پر وتلو بنديز لګېدلی دی.

په ایران کې چارواکي وايي، د کورونا وېروس پنځمې څپې له کبله د مړینې شمېر زیات شوی او دغه راز پر وېروس د اخته کسانو شمېر هم زیات شوی دی. د پلازمېنې تهران اوسېدونکو ته ویل شوي، چې له ښاره بهر به سفر نه کوي.

بل لور ته د پلازمېنې تر ټولو لویې هدیرې 'بهشت زهرا ' کارکوونکو ته د 'تیارسئ ' حالت ویل شوي دي.

ایراني چارواکو امر کړی، چې د تهران اوسېدونکي له ښاره بهر سفر نه شي کولای او سرغړوونکي به یو میلیون تومان جریمه کېږي.

د تهران ښاروال وايي، له ۱۵ زیات کسان په یوه ځای کې د یو ځای کېدو اجازه نه لري.

د ښار مرکزي هدیرې بهشت زهرا مسوول سعید خال په خبره، د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته دوی ته پنځم ځل د 'تیارسئ ' حالت امر شوی دی.

د چارواکو په خبره تېرو څلروېشتو ساعتونو کې د کوویډ - ۱۹ له کبله ۱۶۶ کسان مړه شوي دي. د چارواکو په وینا د مړینې اصلي شمېر ښايي د دې شمېرو پرتله دوه نیم برابره زیات وي.

پلازمېنه تهران کې له کورونا سره د مبارزې مرکز مشر علیرضا زالي وايي، یوازې د سې شنبې پر ورځ روغتیايي مرکزونو ته ۱۴ کسان 'لېږدول ' شوي دي او ۱۰ زره کسان پخپله روغتونونو ته د درملنې لپاره ورغلي، چې په وینا د 'وضعیت سختي ' څرګندوي.

د بي بي سي د راپور په حواله، د کورونا وېروس ډیلټا بڼه چې لومړی ځل هند کې وپېژندل شوه، داسې حال کې ایران ته رسېدلی، چې د دغه هېواد یوازې پنځه سلنه اوسېدونکو ته د کورونا ضد واکسین یوازې یو خوراک ورکړل شوی دی.

که څه هم ایران کې رسماً د شپږ یا اووه ډوله واکسین د تولید اعلان شوی، خو لا هم په کافي اندازه بازار ته نه دي رسېدلي او له بهره وارد شوي واکسین هم له یوه تر دوو میلیونو خوراکونو په شمېر د وخت په واټن سره هلته رسېږي.

په ایران کې د رسمي شمېرو له مخې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله تر ۸۵ زرو پورې کسان مړه شوي دي، خو د چارواکو په خپله خبره اصلي شمېر ښايي تر دې خورا ډېر وي.

بل لور ته د ایران عامې روغتیا وزارت ارمینیا ته د کورونا ضد واکسین لپاره د ایرانیانو پر تګ نیوکه کړې او په هغه هېواد کې یې د واکسین پر خاصیت شکونه څرګند کړي، خو په تهران کې د ارمینیا سفیر دا څرګندونې رد کړې دي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ