د ناټو سرمنشي له سکاټ مېلر سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

16 سرطان 1400

د ناټو سرمنشي وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه یې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان سره خبرې وکړې.

ینس سټولټنبرګ پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ناوخته په بروکسل کې له جنرال سکاټ مېلر سره پر دې موضوع بحث کړی دی.

ښاغلي سټولټنبرګ په یوه ټویټ کې ویلي، دوی د افغانستان پر امنیتي وضعیت، له افغانانو د ملاتړ پر دوام او نورو مسایلو په خپلو کې خبرې کړي دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د سېپټمبر پر ۱۱مه بشپړېږي، خو له دې سره په افغانستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي دي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ