فارياب: پر ميمنې د طالبانو بريدونه تمبول شوي دي

16 سرطان 1400

ځايي چارواکي وايي، طالبانو د فارياب د مرکز پر يو شمېر برخو د بريدونو پلان درلود چې بېرته په شا ګرځول شوي دي.

دغه راز د دغه ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ پر يو شمېر برخو هم بريدونه شوي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یوروش ازادي راډيو راډیو ته وویل، تېره شپه طالبانو د امام صاحب پر سبز سیمه بریدونه پیل کړل، خو د امنیتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

د یوروش په خبره په دې نښتو کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي.

یوروش زیاتوي چې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ