ننګرهار: بټي کوټ کې د چهاردهي سربند او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

16 سرطان 1400

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» له خوا ددې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي لرکلی سربند او د اوبولګولو کانال د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وویل، چې دغه سربند ۵۰ متره اوږدوالی لري، چې له دې سربند سره یوځای ۵۴۷ متره محافظتي دېوال او د ۲۷۱ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړ شوي دي.

د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت ۷.۸۱میلیونه افغانۍ ده، چې په جوړېدو سره یې دوه زره او ۷۰۰جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي اوڅه باندې ۳۰۰ کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.

ښاغلی صافی وویل، چې ددې سربند او کانال په جوړېدو سره ۳۰ تر ۴۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کېږي او د کانال او سربند د تر پوښښ لاندو ځمکو کرنیز حاصلات به هم ۲۰ تر ۳۰ سلنه زیات شي.

انعام الله صافی دغه راز وویل، چې دیاد سربند، کانال او نورو ځمکو د ساتنې په موخه د خوړ تر غاړي ٥٤٧ متره محافظوي دېوال هم جوړ شوی، چې د کانال تر څنګ په سلګونه جریبه ځمکه، کورونه او بڼونه د سېلاب له خطر څخه ژغوري .

ددې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول شوې او ترڅنګ یې د یاد کانال او سربند د تر پوښښ لاندې ځمکو کرنیز محصولات به هم د پام وړ زیات شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ