کډوالي؛ جرمني ۲۴۰۰ افغانانو ته ويزې ورکړي دي

15 سرطان 1400

افغانستان کې د امنيتي وضعيت له خرابېدو سره سم بهرنيو هېوادونو ته د دولتي کارکوونکو د تللو خبرې تودې دي.

جرمني تازه ۲۴۰۰ افغانانو ته ويزې ورکړي دي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو ته د ويزې د ورکړې سيستمونه بند شوي دي،

راپورونه وايي، په دې کې له جرمني ځواکونو سره افغان ژباړونکي، محلي قراردادیان او د هغوی د کورنۍ غړي شامل دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر برویل پرون دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په برلین کې رسنیو ته په دې اړه معلومات ورکړل.

'ډي.پي.اې' د جرمني خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت ویاند په حواله زیاته کړې چې دغو افغانانو ته د یوې خورا ګړنۍ پروسې پر اساس باندې ویزې صادرې شوي.

د جون په پای کې دېرش افغانان جرمني ته تللي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې لسګونه نور هم ستانه شي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ