افغانستان کې د لوږې اندېښنې؛ اروپايي ټولنې تازه د مرستې خبر ورکړی

15 سرطان 1400

لوږه او فقر هغه ستونزه ده چې افغانان ورسره له کلونو راهيسې مخ دي. د جګړې په سيمو کې بې ځايه شوي بيا تر هر چا دا ستونزه ګالي.

تازه اروپايي ټولنې خبر ورکړی دی چې افغانستان کې د لوږې په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي چې دوی به د دې ستونزې د راکمولو په خاطر مرستې وکړي.

د اروپايي ټولنې د بودجې او بشري سرچینو د برخې ویاند بلازا اویواري پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په دې اړه په بروکسل کې خبریالانو ته معلومات ورکړل: "[اروپایی] کمېسیون په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې لپاره د اضافي بشردوستانه مرستو په توګه ۲۵ میلیونه یورو جلا بېل کړي. دا مرسته په دغه هېواد کې د وچکالۍ په خاطر ده چې دا هېواد یې ځپلی او د لږ تر لږه ۱۱ میلیونو کسانو لپاره یې د خوړو (د کمښت) ناورین رامنځته کړی علاوه په دې چې درې میلیونه کسان وار دمخه د خوړو د (کمښت) له بیړني حالت سره مخ دي."

د نا امنیو تر څنګ وچکالیو هم زرګونه کسان له خپلو اصلو مېنو کډوالۍ ته اړ کړي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ