کندوز: د طالبانو پر يوې غونډې بريد شوی

15 سرطان 1400

د افغانستان دفاع وزارت څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، کندوز کې د طالبانو پر يوې غونډې بريد شوی چې پکې ۳۶ طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې، د ياد بريد پر مهال ۲۱ نور مخالفين ژوبل شوي هم دي.

دا بريد د ( سې صد فامیلیو) او ( سې درک) سیمه کې په نښه شوه چې ۳۶ طالبان په کې ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.

دا برید داسې مهال کېږي چې طالبانو په کندز او شااوخوا نورو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

طالبانو لا د کندز د هوایي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په جلا جلا خبرپاڼو کې یې ادعا کړې چې له پرون راهیسې یې د بادغیس ابکمري، د هرات غوریان او چشت شریف، د نیمروز د لارام او د ننګرهار حصارک ولسوالۍ نیولي دي.

افغان چارواکو یوازې د هرات د چشت شریف او د ننګرهار د حصارک ولسوالیو په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د دغو ولسوالیو امنیتي او ملکي ادارې یې خوندي سیمو ته لیږدولي او د دوی تر کنټرول لاندې دي.د افغانستان دفاع وزارت څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، کندوز کې د طالبانو پر يوې غونډې بريد شوی چې پکې ۳۶ طالبان وژل شوي دي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ