امریکا: کابل کې خپل سفارت نه تړو

14 سرطان 1400

 کابل کې د امریکا سفارت بي بي سي ته ویلي، کونسلي او دیپلوماتیک فعالیتونه به یې د تېر په څېر دوام ولري.


دا سپیناوی وروسته له هغه کېږي چې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د شنبې پر ورځ وویل، کابل کې د امریکا سفارت له افغانستانه د خپلې عملې د ایستلو لپاره بېړنی پلان چمتو کړی.


بل لور ته سیمه ییزو افغان چارواکو منلې ده چې ایران او څو نورو هېوادونو په شمالي مزار شریف ښار کې کونسلي فعالیتونه محدود کړي.


کابل کې د امریکا سفارت یوې ویاندې بي بي سي پښتو څانګې ته وویل، دوی تل د هر ډول بېړني حالت لپاره پر پلانونو غور او فکر کوي، خو د سفارت د تړلو هېڅ پلان نشته.


د سفارت ویانده وایي، دوی په افغانستان کې له اوسني امنیتي وضعیت خبر دي او دې ننګونو ته په کتو به سفارت کې د عملې شتون او فعالیت ارزول کېږي.


د هغې په وینا، دوی ډاډه دي چې د افغانستان د ګټو لپاره، او د دوه اړخیزو اړیکو د دوام لپاره په یوه خوندي فضا کې فعالیت کولی شي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ