بدخشان کې نا امني؛ سيمې ته تازه کمانډو ځواکونه رسيدلي

14 سرطان 1400

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د شمال ختيځ ولايت بدخشان په مرکز فيض اباد کې تازده دمي کمانډو ځواکونو ځای پر ځای شوي او پلان لري نن شپه د کمانډو او ملکي پاڅونوالو په مرسته چاڼيز علميات پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې طالبانو د نورو ولايتونو تر څنګ په بدخشان کې د نهوو ولسواليو کوف آب، ياوان، شهدا، بهارک، زيباک، اشکاشم، شکي، نسي او خواهان د نيولو ادعا کړې ده.

په ورته وخت کې وسلوال طالبان دا ادعا هم کوي چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې په ۲۷ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۰ ولسوالۍ نیولې دي. هغه لېست کې چې طالبانو یکشنبه رسنیو سره شریک کړی، لیدل کېږي چې ډېری ولسوالۍ په تخار، بدخشان بغلان، فاریاب او پکتیا کې نیول شوې دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسوالیو د ټولې جغرافیې یا بشپړه نیولو ادعا ردوي.

دا ډله وایي، د تازه نیولو شویو ولسوالیو په وراضافه کېدو سره اوس د دوی تر واک لاندې ولسوالیو شمېر څه باندې ۲۰۰ ته رسېدلی.

افغان حکومت په مشخص ډول د طالبانو له خوا په تېرو دوو میاشتو کې د نیول شويو ولسوالیو په اړه څه نه وايي او د بي بي سي لپاره هم له خپلو سرچینو پرته له بلې لارې د طالبانو د دې ادعا تائیدول ناممکنه ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ځینې وخت اړتیا ته په کتو افغان امنیتي ځواکونه په یوې ولسوالۍ کې له یوه ځایه بل ته انتقالېږي او دا نو د ولسوالۍ د سقوط په معنا نه ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په هغو سیمو کې چې طالبانو په کې پرمختګ کړی، د لنډمهال لپاره به وي او په وینا یې هېڅکله به دایمي نه وي.

د دغه وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کندهار، فراه، پکتیکا او بدخشان کې څو ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له څه باندې ۱۴۰ تازه نیول شویو ولسوالیو یوازې ۳ بېرته افغان حکومت ورنه نیولې دي.

د نورو ورځو په څېر نن سهار هم طالبانو په بدخشان کې د کوف آب، یاوان، شهدا‌ او بهارک، په کندهار کې د پنجوايي، په پکتیکا زیړوک او په فراه کې د فراه رود او په تخار کې ورسج ولسوالیو د نیولو اعلان وکړ.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، طالبان د افغانستان د نیولو او پرې د حاکمیت وړتیا نه لري.

په ورته مهال د جنګ ځپلي هلمند ولایت د مدني فعالانو یوه ډله د یکشنبې پر ورځ کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته راټوله شوې وه او له دې بنسټ یې په افغان سوله کې د فعال رول لوبولو غوښتنه وکړه.

د دغې ډلې په پرېکړلیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، پر پاکستان دې فشار راوړي چې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه ختمه کړي.

بله خوا په دوحه کې د افغان جګړې د ختمولو په موخه د سولي بین الافغاني خبرې له اوږدې مودې راهیسې ولاړې دي او مرکیچیان یې ظاهراً یو بل د وخت په ضایع کېدو او سرغړونو تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروستۍ نېټې ته یوازې دوې میاشتې پاتې دي او د ایټالیا او جرمني په څېر هېوادونو وار د مخه خپل ټول پوځیان له دې هېواده ایستلي.

امریکایي پوځیانو هم د بګرام مهمه اډه افغان لوري ته سپارلې ده او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به یې ډېری پوځیان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ