ايران کې د اوبو د کمښت ستونزه؛ تر سلو ډېر ښارونه ورسره مخ دي

14 سرطان 1400

د ایران د اوبو او کانالازیسیون شرکت اجرايي مشر حمید رضا جانباز وايي، دا مهال ایران کې د اوبو جنجال سره مخ ۳۰۴ ښارونو کې ۱۰۱ ښارونه د اوبو برابرولو لپاره له سختې ستونزې یا سرو کرښو سره مخ دي.

ښاغلي جانباز د هغو کلیو د ډېرېدو خبره هم وکړه چې ټانکر کې اوبه ور وړل کېږي او زیاته یې کړه:

"اټکل دی چې سږ کال اته زره کليو ته ټانکر کې اوبه ورسول شي، خو تېر کال دا شمېر پنځه نیم زره و."

نوموړي دا هم وویل، سږني ابي کال کې بندونو ته د اوبو تللو کچه تر تېر کال ۶۰ سلنه کمه ده، ځکه روان کال د ویالو د اوبو حجم ۳۴ سلنه کم شوی دی.

نوموړي کم ورښت، ژر پیل شوې ګرمي او د اوبو مصرف د دې مسلې اصلي لاملونه وبلل او زیاته یې کړه، د ایران مرکز کې کولرونه هم ۱۱ سلنه اوبه مصرفوي.

ایران کې د اوبو کمښت سره هممهال برېښنا هم کمه شوې او د یکشنبې شپه دغه هېواد کې د تر ټولو اوږد وخت لپاره برېښنا نه وه.

د ایران پلازمېنه تهران او کرج ځینې سیمو کې د شپې له یوولسو د سهار تر پنځو بجو برېښنا نه وه.

پر تهران او البرز ولایتونو سربېره د اهواز، اصفهان، مشهد، شېراز، زاهدان، کرمانشاه، کرج، سمنان او زابل په ګډون د مختلفو سیمو خلکو خواله رسنیو کې د برېښنا له نشتوالي شکایت کړی دی.

خواله رسنیو کې انځورونه د برېښنا مرکزونو مخ ته د ځايي خلکو شکایت او مظاهرې ښيي او ان ځینې تصویرونو کې '' مرګ په خامنیه يي'' او '' مرک په دیکتاتور'' شعارونه هم شته.

د برېښنا صنعت ویاند مصطفا رجبي مشهدي له پنځو ساعتونو ډېر وخت لپاره ځینې ولایتونو کې د برېښنا تلل پېښه وبلله او زیاته یې کړه، که برېښنا د پېښې له امله تللې وي، نو امکان نشته چې مخکې یې خبرداری ورکړل شي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ