اندونيزيا کې کرونا او د اکسيجن نشتون؛ يوه روغتون کې ۶۳ کسان مړه شول

14 سرطان 1400

د انډونیزیا ځینې ښارونو کې په کووېډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر زیاتېدو پسې د دغه هېواد چارواکو اکسېجن تولیدوونکو ته سپارښتنه کړې چې طبي اړتیاوو ته لومړیتوب ور کړي.

روغتونونه وايي، اکسېجن ډبې یې ختمې شوې او د رپوټونو له مخې یوه روغتون کې د اکسېجن نشتوالي له امله ۶۳ کسان مړه شوي دي.

دې حالت پسې چارواکو له کمپنیو د اکسېجن ډېر تولیدولو او له خلکو د اکسېجن نه احتکارولو غوښتنه وکړه.

ویل کېږي ځینې کسان اکسېجن ډبې اخلي او د روغتون په ځای کور کې ناروغان درملوي.

دمګړۍ په سختۍ د اکسېجن ډکې ډبې بوندل کېږي او بیه یې هم دوه برابره شوې ده.

دا مهال انډونیزیا کې ورځانه له ۲۵ زرو ډېر کسان په کورونا اخته کېږي او لا مل یې د سفرونو ډېرېدل او دې هېواد ته د کورونا وېروس دلتا ډول رسېدل دي.

انډونیزیا کې تر دا مهال دوه میلیونه درې لکه کسان په کورونا اخته او تر ۶۰ زرو ډېر ترې مړه شوي دي، ځکه اوس د کورونا له پلوه سوېل ختیځه اسیا کې دا هېواد تر ټولو بد وضعیت لري.

خو کارپوهان باوري دي چې انډونیزیا کې ترهغه ډېر کسان له کورونا مړه شوي، چې حکومت یې رسمي اعلانوي او دلیل یې هم له پلازمېنې جکارټا بهر د کورونا ټېسټونو کمښت ښيي.

دغه هېواد کې ځینې روغتونونه له ناروغانو ډک او له روغتونونو بهر خېمې د ناروغانو بسترولو لپاره لګول شوې دي.

یو کس چې مور یې روغتون ته وړې اوسنی حالت بېړنی او له جنګ سره ورته بولي.

روغتون کې د ځای د نشتوالي له امله د نوموړي مور خېمه کې بستر شوې ده.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ