بایډن د اسرايلو ولسمشر ته: ایران به هېڅکله د اټمي وسلو جوړولو ته پرې نه ږدو

8 سرطان 1400

د امریکا ولسمشر جو بایډن اسراییلو ته ډاډ ورکړی چې ایران به هېڅکله د اټمي وسلې جوړولو ته پرې نه ږدي.

ښاغلي بایډن دا ژمنه پرون د جون په ۲۸ مه د اسراییل له ولسمشر ریو وین ریولین Reuven Rivlin سره چې د کار دوره یې د ختمېدو په حال کې ده، په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه.

په اسراییل کې جمهوري ریاست تر ډېره تشریفاتي مقام دی.

ریولین د دې میاشتې په پیل کې وروسته له دې چې نفتالي بینیت د بنیامین نتانیاهو پرځای د اسراییل نوی صدراعظم شو، له خپل مقامه لېرې کېږي.

بایډن هیله څرګنده کړه چې د اسراییل له نوي صدراعظم سره به ډېر ژر په سپینه ماڼۍ کې وګوري

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ