روسيه: د وسلو د کنټرول په اړه قانون توشيح شو

8 سرطان 1400

 

ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون توشېح کړ چې تطبیق یې په روسیه کې د وسلو پر لرلو کنټرول زیاتوي.

د روسیې پارلمان په یوه ښوونځي کې د ډزو له پروسږنې خونړۍ پېښې وروسته دا لایحه تصویب کړه.

د وسلو د نوي قانون له مخې د وسلو د لرلو لپاره قانوني عمر له ۱۸ کلونو څخه ۲۱ کلونو ته لوړ کړ او همدا راز د وسلو د لرلو لپاره یې یو لړ نور محدودیتونو هم وضع کړي.

له دې مخکې یوازې د جدي جرمونو عاملانو ته د وسلې د لرلو اجازه نه ورکول کېده، خو اوس هغه کسان هم په دې ډله کې ور زیات شوي دي چې د مخدرو موادو د کارولو په تور تر تحقیق لاندې یا محکوم شوي وي.

تېرکال د روسیې د کازان سیمې په یوه ښوونځي کې یوه ۱۹ کلن هلک پر زده کوونکو ډزې وکړې، اووه ماشومان او دوه ښوونکي یې ووژل.

پر وسلو د نوېو محدودیتونو طرح د روسیې د ګارډ مشر ویکتور زولوتوف په مې میاشت کې وړاندې کړه.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ