له طالبانو سره جګړه کې افغان سرتېري دویم ځل تاجکستان ته واوښتل

8 سرطان 1400

د افغانستان شمال ته په بلخ ولایت کې له طالبانو سره له جګړې وروسته نژدې ۱۷ افغان سرتېري تاجکستان ته واوښتل.

د تاجکستان دولتي رسنۍ خاور خبري اژانس وايي، دغه سرتېري د بلخ د کلدار ولسوالۍ په چک چک کلي کې تېره یکشنبه جګړې سره اړ شول چې تاجکستان ته واوړي.

بي بي سي په دې اړه د وضاحت او غبرګون لپاره کابل کې د دفاع وزارت چارواکو او شمال کې ولایتي چارواکو سره د اړیکې هڅه وکړه، خو بریالي نه شول.

د تاجکستان پوله ساتي ځواکونه خپل بیان کې وايي، د دغه هېواد سرتېرو د انساني خواخوږۍ له مخې افغان ځواکونو ته اجازه ور کړه چې خاورې ته یې پنا ور وړي.

د افغانستان شمال ته د طالبانو د بریدونو ډېرېدو پسې دا د افغان سرتېرو دویمه ډله ده چې له نږدې یوې اونۍ ډېر وخت کې تاجکستان ته اوړي.

د جون پر ۲۱ هم نږدې ۱۳۴ افغان سرتېري د کندوز شېرخان بندر کې د طالبانو سره تر جګړې وروسته تاجکستان ته واوښتل.

هغه مهال هم خاور خبري اژانس وویل، طالبانو سره تر ۹ ساعته جګړې وروسته دا افغان سرتېري د خپل ځان ژغورنې لپاره تاجکستان ته "وتښتېدل."

دغې رسنۍ داسې انځورونه خپاره کړل چې پکې دا افغان سرتېري، وسله او مهمات او له یوه افغان ټپي سرتېري سره روغتیايي مرسته ښيي.

هغه مهال د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو وویل، انسان دوستانه ارزښتونو او ښه نیت ښودلو لپاره دې سرتېرو ته اجازه ور کړل شوه چې له پولې ور واوړي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ