کورونا: هانګ کانګ له بریتانیا پر ورتلوونکو الوتنو بندیز لګوي

8 سرطان 1400

هانګ کانګ د کورونا وېروس ډېلټا بڼې خپریدو د مخنیوي په موخه له بریتانیا نه پر ټولو الوتنو بندیز لګوي.

بریتانیا به یو له ''ډېر خطرناکو '' هېوادونو نه په نښه کړای شي.

دا هغه اصطلاح ده چې هانګ کانګ یې د سفر کولو په خاطر کاروي.

له بریتانیا نه هانګ کانګ ته پر الوتنو بندیز د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې عملي کېږي او هېڅ څوک به نه شي کولای چې هانګ کانګ ته له بریتانیا نه سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا او چین ترمنځ سیاسي کړکېچ په هانګ کانګ کې د مخالفینو د ځپلو له امله ډېری شوی دی.

هانګ کانګ ته له بریتانیا نه پر الوتنو بندیز په دې مانا دی چې هر هغه څوک چې په بریتانیا کې یې ان دوه ساعته تېر کړي وي ورته به اجازه نه وي چې هانګ کانګ ته سفر وکړي.

د هانګ کانګ چارواکي وايي دا پرېکړه یې په دې خاطر کړې چې په بریتانیا کې د کورونا ډېلټا بڼه ''ډېره خپره شوې '' ده.

برتانیا کې د وېروس ډېروالی

سره له دې چې په بریتانیا کې ډېر وګړي د کورونا ضد واکسین شوي اوس مهال د اروپا په کچه هره ورځ په بریتانیا کې په کورونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ډېر لوړ دی.

ډېری کسان د کورونا په ډېلټا بڼه اخته کېږي چې په لومړي ځل په هندوستان کې موندل شوې وه.

هانګ کانګ د وېروس ډېلتا بڼې یوازې یوه پېښه تېره اونۍ رپوټ کړه.

هانګ کانګ له ۲۰۲۰ کال راهیسې په نړۍ کې یو له هغو ښارونو دی چې پر پولیو یې څارنه سخته کړای شوې او له همدې امله په هانګ کانګ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ټیټ ساتل شوی.

د هانګ کانګ چارواکي وايي په وروستیو ورځو کې له بریتانیا نه ورغلو کسانو له ځان سره د کورونا ډېلټا بڼه ور وړې او دغه ټول کسان هم د نورو ځایونو د وګړو په څېر هانګ کانګ ته په رسېدو قرنطین شوي دي

د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې له بریتانیا پر ورتلوونکو الوتنو بندیز دویم ځل دی چې هانګ کانګ یې له ۲۰۲۰ کال راهیسې لګوي.

له هانګ کانګ نه بریتانیا ته پر راتلوونکو الوتنو باندې بندیز نشته.

هانګ کانګ تر دې وړاندې له ګڼو نورو هېوادونو نه چې د کورونا ډېلټا بڼه په کې خپره شوې پر ورتلوونکو الوتنو هم بندیز لګولی و.

په دې هېوادونو کې اندونیزیا، هندوستان، نیپال، پاکستان او فیلپین شامل دي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ