د ناټو له وتلو وروسته ښايي برېتانوي پوځيان افغانستان کې پاتې شي

7 سرطان 1400

د بریتانیا محرم پوځي اسناد چې د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پدې هیواد کې د احتمالي شتون په ګډون حساس معلومات په کې شته په انګلستان کې د بسونو په یو تمځای کې موندل شوي.

د بي بي سي د معلوماتو په اساس د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د یو هیوادوال له خوا ددغو حساسو دفاعي معلوماتو د موندلو د څرنګوالي په اړوند پلټنې پیل شوي دي.

دغه وزارت ویلي دي چې د دفاع وزارت کارکوونکي ددغو استادو د ورکیدلو رپوټ ورکړی و.

د بریتانیا دغه اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي هغه وخت یې له بي بي سي سره تماس ونیو چې ددې اسنادو د معلوماتو په حساسوالي پوه شو.

بي بي سي پدې باور ده چې په دغو اسنادو کې چې ایمیلونه او په پاورپینټ کې جوړ شوي اسناد په کې شامل دي د بریتانیا د دفاع وزارت په یو لوړپوړي مقام کې جوړ شوي دي.

ددغو اسنادو اکثریت یې "حساس رسمي" پیژندل شوي چې د بریتانیا د حکومت د معلوماتو په اساس د محرومیت کچه یې ټیټه ده.

خو یو ددغو اسنادو څخه د بریتانیا د دفاع وزارت د خاص سکرتر بن والاس، په ادرس لیکل شوی او پرې لیکل شوي چې یواځې د دفاع وزیر یې باید وګوري. اسناد کې د ناټو د قاطع ماموریت د پای ته رسیدو وروسته د پوځي شتون لپاره حساس وړاندیز په ډاګه کوي.

د بي پي سي د معلوماتو په اساس دغه سند په خاصو ساحو کې د امریکا له لورې د بریتانیا څخه د مرستې غوښتنه ده او دې پوښتنې ته ځواب هم په کې شته چې آیا د بریتانیا ځانګړي ځواکونه د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پاته کیدای شي او که نه.

دا پداسې حال کې دي چې د رپوټونو له مخې بریتانیا په افغانستان کې د ځپلو ځواکونو د یوې برخې پاته کیدل تر ارزونې لاندې نیولي دي.

بي بي سي ویلي دي چې ددې اسنادو د حساسیت په وجه تصمیم نیول شوی چې جزییات یې خپاره نکړي، ځکه کیدای شي په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو او نور پرسونل ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

پدې اسنادو کې راغلي چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا-طالبانو د موافقې وروسته تر اوسه هیڅ بریتانوی پوځي په افغانستان کې ندی وژل شوی، "خو ښايي وضعیت داسې پاته نشي."

دغه اسناد چې په مجموعي توګه ۵۰ پاڼې دي د سه شنبې په سهار د انګلستان په کینټ ښار کې د بسونو په یو تمځای کې موندل شوي دي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ