بلینکن ایټالیا کې د داعش د ماتې د نړیوال ایتلاف غونډه کې ګډون کوي

7 سرطان 1400

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، اروپایي هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې نن د جون په ۲۷ (چنګاښ ۶) ایټالیا ته ولاړ.

ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دی مایو سره یوځای د "د داعش د ماتې لپاره د نړیوال ایتلاف" غونډې مشري وکړي.

ښاغلی بلینکن به د ایټالیا د صدر اعظم او ولسمشر سره د سوریې د کورنۍ جګړې او په هغه هیواد کې په بشري اړتیاو باندې خبرې وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر به همداشان د ملګرو ملتونو د خوراکي توکیو له مسولینو، د امریکا د سفارت له مقاماتو او د اسرائیل د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې سوریه پداسې حال کې د یوې لوی اندیښنې په توګه پاته ده چې په لسګونو زره ښځې او ماشومان د بیځایه شویو خلکو په کمپونو کې د امنیتي ستونزو سره مخامخ دي او د داعش تروریستي ډلې غړي هڅه کوي له دغو کمپونو څخه خلک جلب او جذب کړي.

ددې سفر په ترڅ کې به ښاغلی بلینکن د نړۍ د کاتول مسیحیانو د مشر پاپ فرانسس سره هم په واتیکان کې لیدنه وکړي او د نورو موضوعګانو تر څنګ به د اقلیم په بدلون، انساني قاچاق او فقیرو هیوادونو ته د پورونو په معاف کولو خبرې وکړي.

انتوني بلینکن له دې دمخه فرانسې او جرمني ته تللی او هلته یې د نورو موضوعګانو تر څنګ د ایران په اټومي پروګرام هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې که د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیرته راژوندي کولو لپاره د ویانا خبرې پرته له پرمختګ څخه روانې وي، بالاخره به متحده ایالات تصمیم ونیسي چې بیا په کې دي شامل نشي.

وروسته بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ددې تړون بیرته ژوندي کیدل ممکن دي ځکه چې دا هیواد هم نه غواړي چې تر "ابده" پدې هکله خبرې وکړي.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن اداره وایي چې په تړون کې د ذکر شویو موادو په اساس تیار دی چې د اټومي فعالیتونو اړوند بندیزونه لرې کړي، خو د بشري حقونو او په عربي نړۍ کې د سخت دریځو ډلو څخه د تهران د ملاتړ په ګډون نور بندیزونه به په خپل ځای وي.

د ویانا مذاکرات د اپریل په میاشت کې پیل شول، اوس تر یو حده دریدلي دي او تمه ده چې د جولاۍ په لومړیو کې بیا پیل شي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ