ایران وايي د اټمي تأسیساتو عکسونه به د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان ته ورنه‌کړي

7 سرطان 1400

ایران وايي د اټمي تأسیساتو عکسونه به د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان ته ورنه‌کړي ځکه د دې کار لپاره نظارتي هوکړه ختمه شوې.

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباق ویلي په دې تړاو هوکړه د چنګاښ په درېیمه پای ته رسېدلې، نو ځکه هېڅکله د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس ته ریکارډ شوي عکسونه او معلومات نه‌سپارل کېږي.

د ایران پارلمان تېر کب میاشت یوه مصوبه تصویب کړې وه چې له مخې یې د دريیو میاشتو لپاره د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان کمرې پرېښودل شوې څو له اټمي تأسیساتو عکسونه واخلي او دا سازمان‌یې وارزوي.

د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان او ایران وروسته له هغه په دې څارنه باندې سلا ته ورسېدل چې ایران د یورانیمو بډاینه په لوړه کچه زیاته کړه او نړیوال قدرتونه‌یې اندېښمن کړل.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په اساس دا هېواد ژمن و چې د یورانیمو بډاینه به منل شوې کچې ته راټیټوي او په بدل کې به‌یې امریکا له بندیزونو تېرېږي.

امریکا ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون ووته او په ایران‌یې بندیزونه زیات کړل.

تازه د دې تړون د احیا لپاره شپږم دور خبرې هم څو ورځې مخکې پای ته ورسېدې.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ