اردوغان د 'استانبول کانال' اوبلارې جوړېدو پیل د پرمختګ یو نوی باب بولي

7 سرطان 1400

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول کانال په نوم د یوې اوبلارې د جوړېدا لپاره د کار پیل د خپل هېواد د پرمختګ په تاریخ کې یو نوی باب وباله.

د دې اوبلارې پر جوړېدو ۱۵ میلیارده ډالره لګښت کېږي.

اردوغان چې د دې پروژې په پرانیستونکو مراسمو کې خبرې کولې، دې ته په اشارې چې د ۳۵ هېوادونو متخصصانو د دې کانال په ماډل جوړولو کې ګډون کړی دی، ژمنه وکړه چې دا پروژه به په نړۍ کې د چاپېریال ساتنې له نظره تر ټولو د ښې پروژې په توګه یاده شي.

د اردوغان په وینا، د دې ۴۵ کیلومتره اوږدې اوبلارې د جوړېدو له کبله به هر کال تر ۷۱۷ ملیون لیتره زیات سونګ مواد وسپمول شي.

د ترکیې حکومت غواړي دا اوبلار چې د تور سمندرګي او مرمرې سمندرګي ترمنځ جوړېږي، د باسفورس تنګي په ځای وکاروي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ