د مصر او اردن مشران له عراقي چارواکو سره د خبرو لپاره بغداد ته لاړل

7 سرطان 1400

د مصر او اردن مشران د یکشنبې په ورځ بغداد ته لاړل چې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

دا په تېرو درې لسیزو کې عراق ته د مصر د یوه ولسمشر لومړنی سفر دی.

د عراق ولسمشر برهم صالح پرون سهار د بغداد په هوايي ډګر کې خپل مصري ساري عبدالفتاح السیسي ته هرکلی ووایه.

د مصر او عراق اړیکې په ۹۰مه لسیزه کې پر کوېټ د صدام حسین د رژیم له یرغله وروسته کړکېچنې شوې دي.

د اردن پاچا دوهم ملک عبدالله هم پرون بغداد ته لاړ او د عراق له ولسمشر او صدراعظم سره‌یې ولیدل.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، عراق ته د مصر او اردن د مشرانو د سفر هدف په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنیوی دی.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ