د بامیان ولایت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه له څو اړخونو د دغه ولایت پر سیغان ولسوالۍ بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.
د بامیان امنیه قوماندان، زبردست صافي نن دوشنبه جون ۲۸ (چنګاښ اوومه ) امریکا غږ ته وویل چې دغه نښتې څو ساعته دوام وکړ او طالبانو د تلفاتو په ورکولو وروسته شاتګ وکړ.
ښاغلي صافي زیاته کړه چې دغه وسله وال طالبان د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ له لارې بامیانو ته اوښتي و.
په افغانستان کې بامیان یو تر ټولو امن ولایت دی. د چارواکو په وینا طالبان د نورو ولایتونو له لارې دغه ولایت ته راځي.
له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د بدخشان په څلورو ولسوالیو کې طالبان ځپلي دي.
د یاد وزارت ویاند فواد امان وايي چې تېره شپه طالب جنګیالیو پر جرم، تګاب، کشم او بهارک ولسوالیو بریدونه ترسره کړل.
امان وايي چې د وسله والو طالبانو پر ضد جګړې کې د ولسي پاڅونونو غړي هم شامل و.
د بدخشان پولیس وايي چې په دې نښتو کې د ۴۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ته.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.