د بشري حقونو کمېسیون: د افغان ملکي وګړو په وړاندې جنایتونه دې وڅېړل شي

7 سرطان 1400

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د یو پلاوي په ټاکلو سره په دغه هیواد کې «د ملکي وګړو په وړاندې جنایتونه» وڅېړي.

دغه کمېسیون د یکشنبې په ورځ جون ۲۷ ( جنګاښ شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې اړتیا ده تر څو هدفي ترورونه، پر قومي او مذهبي لږکیو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه ژر تر ژره وڅېړل شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کړی چې حکومت بايد د دې غوښتنې ملاتړ او د دې پلاوي د ايجاد او څېړنې په برخه کې همکاري وکړي.

یاد کمېسیون د خپلو دوو وژل شوو همکارانو فاطمه نتاشاه خلیل او احمد جاوید فولاد د وژل کېدو د لومړي تلین په منابست د هغوی د قاتلینو نه پيدا کېدو برخه کې پر حکومت انتقاد کړی دی.

د بشري حقونو کمېسیو دغه دوه کار کوونکي د تیر ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د کمېسیون په اعلامیه کې راغلي: "کمېسيون په ورته وخت کې د مسوولو بنسټونو له لوري د رسنيزو او مدني فعالانو او د بشر حقونو د مدافعانو د هدفي وژنو په اړه، خپلو عدالت غوښتنو ته د نه رسېدنې له امله خواشينی دی. حکومت بايد مسوول وي او له مجازاتو د معافيت له فرهنګ سره جدي مبارزه وکړي چې د ټولو بشري حقونه وساتل شي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون درې ورځې مخکې هم ویلي وو چې د جګړو په زیاتېدو سره په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

د دغه کمېسیون کمېشنر شکرالله مشکور امریکا غږ ته وویل چې د غبرګولې له اوومې نېټې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۲۷ پورې په امنیتي پېښو کې ۱۴۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۳ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ هم په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی و چې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ