کابل ولایت کې د موټرسیکل پر چلولو بندیز ولګول شو

7 سرطان 1400

د کابل پولیس وايي چې په کابل ښار او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د موټرسیکل پر چلولو باندې بندیز لګېدلی دی.

د کابل د پولیس ویاند فردوس فرامرز نن دوشنبه جون ۲۸ (چنګاښ اوومه) وویل چې دغه بندیز د پولیسو تر بلې خبرتیا پورې د عملي کېدو وړ دی.

ښاغلي فرامرز زیاته کړه "له ټو لو وطن والو غوښتنه کوو چې له هغو ستونزو چې پېښ شوي‌ دي د امنیتي ځواکونو سره په دې برخې همکاري وکړي."

د کابل پولیس نه وايي چې دغه پرېکړه یې د څه لپاره نیولې ده خو له دې مخکې هم ورته پرېکړې د امینتي پېښو د‌ ډېرېدو له امله عملي شوي‌ دي.

ټول اسناد لروونکي او له اسناد پرته موټر سیکلونه په دغه بندیز کې شامل دي.

د کابل پولیس خبرداری ورکړی چې سر غړونکي کسان به ودرول شي او له قانوني چلند سره به مخ شي.

په تېرو میاشتو کې د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې غلچکي بریدونه او د چسپکي ماینونو چاودنې ډېرې شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه کړنې د موټرسیکل په واسطه ترسره کیږي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ