د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته د حمدالله محب غبرګون

7 سرطان 1400

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په اړه د د غه هیواد د کورنیو چارو د وزیر شېخ رشید احمد څرګندونې ستایلې دي.

حمدالله محب نن دوشنبه جون ۲۸ ( چنګاښ اوومه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستاینه کوم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي. موږ لا زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د بریدونو پر ضد خبرې وکړي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د پاکستان له «جیوز نیوز» سره مرکه کې ویلي چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان طالبانو کورنۍ د اسلام اباد په حدودو ، روات، لوی بیر، باره کهو، تر نول او ځینو نورو ځایونو کې اوسیږي.

شېخ رشید احمد همدارنګه ویلي چې د افغان طالبانو مړي په پاکستان کې ښخیږي او د ټپيانو درملنه یې هم هلته کیږي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې یو لوپوړی پاکستانی چارواکی په هغه هیواد کې د افغان طالبانو پر اوسېدو باندې اعتراف کوي.

افغان حکومت تر دې مخکې په وار وار پاکستان په افغانستان کې له جنګېدونکو طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی، خو پاکستان مخکې دغه تورونه رد کړي و.

د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا په دې وروستیو کې ویلي چې هیواد یې باید په افغانستان کې لاسوهنه ونکړي او نه د خپلې خوښې کسانو لپاره کوښښ وکړي.

ښاغلي خان د رویټرز خبري ته ویلې چې د پاکستان مخکني حکومتونه پدې باور و چې د هند سره د سیالۍ لپاره افغانستان باید د پاکستان په ستراتیژیک عمق کې وي ځکه پاکستان نه غوښتل چې د دوه "دښمنانو" په منځ کې وي.

عمران خان وویل، " زما حکومت پدې اندی دی چې دا زوړ سیاست دی. مونږ په افغانستان کې ستراتيژیک عمق ته اړتیا نلرو. هر حکومت چې د افغانستان ولس یې ټاکي، پاکستان باید ورسره جوړ شي. مونږ باید په افغانستان کې هیڅ ډول لاس وهنه ونکړو او یا یې د کولو کوښښ وکړو. "

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ