جنت ته د عثمان کاکړ راتګ او له خوشال بابا، ميرويس نيکه، باچا خان او خان شهيد سره يې ليدنه

7 سرطان 1400

تخيلي ننداره

څلورو پښتنو انقلابي ملنګانو کړۍ جوړه کړې او د يوه نوي انقلابي مېلمه په انتظار کې ناست دي. د څېرو په بدلېدونکو رنګونو او ګونځو کې يې د هيلو او اميدونو څرکونه دي. په دې واړه مجلس کې بشپړه چوپتيا ده.

خوشال خان خټک، چې مجلس به يې په خپلو شعرونو تود ساته، هم نن بيخي غلی دی. د خوشال ښي لاس ته ميرويس خان نيکه هم بالښت ته ډډه وهلې، پښې يې غځولې دي او په ژور فکر کې ډوب دی. کيڼې خوا ته فخر افغان باچا خان هم په سوچونو کې ورک دی او مخامخ ورته خان شهيد عبدالصمد خان دی، چې يو څه ډېر ناکراره بريښي او په غېږه کې يې د سرو ګلونو د پاڼو امېلونه دي. وخت، ناوخته شاوخوا ته ګوري، بيا سر ښکته واچوي او د لاس په ګوتو د کوټې پر غالۍ کږې، وږې کرښې راکاږي. ګواکې په ناکرارۍ د خپل پېژندوی مېلمه لار څاري.

په همدې وخت خوشال بابا، چې په دروازه کې يې سترګې ګنډلې وې، سرشاره د دروازې پر خوا ورمنډه کړه او په لوړ غږ يې وويل:

"دغه دی، دغه دی. زموږ بچی راغی... زموږ بريالی، زموږ د ځوان نسل ګران لالا...". څلور واړه انقلابي مشران دروازې ته ورغلل. عثمان کاکړ دلته په رارسېدو د درناوي په دود د دوی پښو ته ورټيټ شو.

د خان شهيد له سترګو اوښکې روانې وې، په يوه لاس کې يې امېلونه نيولي وو او په بل لاس يې عثمان لالا له مټه ونيو، را ولاړ يې کړ او پر ټنډه يې ښکل کړ. روغبړ يې ورسره وکړ. په ټول جنت کې تر ټولو لوړ سړي فخر افغان خان عبدالغفار خان، ميرويس خان نيکه او خوشال بابا درېواړو، چې له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايېدل، په خپل وار خپل مېلمه ته غېږې ورکړې، ښکل يې کړ، امېلونه يې غاړې ته ورواچول، په جنت کې يې د پښتنو حجرې ته بوت او بالښت ته يې کېناوهٔ.

کوربانهٔ د مېلمه پر شاوخوا ناست دي، څېرې يې له خوښۍ ځليږي. ستړي مشې او دوديزې تودې جملې تبادله کيږي. موسکاوې او خنداګانې دي........ خو يو خان شهيد دی، چې له څېرې يې د ناکرارۍ نښې نه ورکيږي، بلکې لا زياتيږي. داسې بريښي، چې دی له عثمان لالا نه يو بل څه ويل او اورېدل غواړي، خو د دريو نورو مشرانو په شتون کې وار نشي ړومبی کولی.

د خان شهيد دا ستونزه بالاخره ميرويس نيکه له عثمان لالا نه په دې پوښتنې سره حل کړه، چې:

ـــ "عثمانه! له ځانه سره دې زما له ملت نه څه راوړي دي؟".

ـــ بابا! دا احوال خو به له ما نه مخکې باچا خان او خان شهيد تر تا پورې رارسولی وي، چې پرنګيانو له ټوټې، ټوټې کولو وروسته موږ، د باچا خان په خبره؛ نورو لېوانو ته اچولي وو او هغو لېوانو تر اوسه پورې د دين و اسلام په نومونو د پښتني ټاټوبي پر ټټر باندې خپلې منګولې ښخې کړې دي. ستا (لوی کندهار) ډېر ژر ستا اولادونو بايلود. د دغه وطن د وېش نورې کرښې له انګرېزانو وروسته دغو لېوانو راښکلې دي او همدغو استعماري کرښو ته اوس ستا بچيان د رښتينو پولو په سترګه ګوري. ستا اولادونو ستا د هغو آسونو د پښو غږونه، چې تر اصفهانه به رسېدل او د خپلو نيکونو زړورتياوې او مېړانې هېرې کړې دي. له تا وروسته خو يوه انګرېز تا ته آن (د پښتنو د جارج واشنګټن) نوم درکړ، خو پخپله پښتنو ستا عظمت خو څه، چې ستا نوم يې هم له ياده اېستلی دی. دوی اوس پر شمالي و جنوبي پښتونخوا او افغانستان باندې خپل مصنوعي وېش حقيقت بللی او د ملتپالنې احساس يې له لاسه ورکړی دی. دوی غوڅيږي، مري، د نړۍ د بربادو ملتونو په فهرست کې د دوی نوم تر ټولو لومړی دی. ملي ننګ و غيرت د تاريخ باطله دانۍ ته غورځول شوي دي. نړيوال استعمار، پاکستاني لېوانو او د دين سيمه ييزو ټېکه دارانو د اسلام و جهاد په نومونو زموږ د جسدونو امبارونه جوړ کړي دي. زموږ ټاټوبی ټوټه، ټوټه شوی دی. پر دغو ټوټو د پښتون دښمنه بادارانو غلام پښتانهٔ او جعلي ملتپالان شخوندونه وهي... دواړه د اټک د هاغې غاړې د مغولو زرخريد غلامان دي".

د دې خبرو په اورېدو سره خوشال له غوسې وخوټېدهٔ، د عثمان لالا خبره يې پرې کړه:

مروت ياري ترې مه غواړه خوشاله

ها سړی چې اوبهٔ نوش کړي له اټکه

او بيا باچا خان وويل:

ـــ موږ خو د دې ملت لپاره ګڼ ډېر منظم او سرښندونکي سياسي فعالان پريښي وو، چې د رنګ و توکم له توپيرونو پرته به يې د هر مظلوم غږ پورته کاوهٔ، د پښتنو د يووالي د ساتلو لپاره به يې هڅې کولې، ما خو د (خپله خاوره، خپل اختيار) ناره پورته کړې وه. خان شهيد ملت ته د شعور او ځان پېژندنې د ورښودلو او د خپل ټوليز منزل پر ارزښت باندې د دوی د پوهولو لپاره لومړنۍ چاپخونه جوړه کړه. د ملي ژبې د ارزښت لپاره يې شپه و ورځ خوارۍ وکړې او ما خو خپل ټول ژوند د دغو مذهبي مشرانو د موخو په رسوا کولو کې تېر کړ. ما چې کله دوی ته ويل، چې پر افغان خاوره هېڅ جهاد نشته، بلکې دا د دوو فيلانو (روسيې او امريکا) جګړه ده، نو هغه وخت دغو ملاصاحبانو پر ما باندې د کفر فتواوې ولګولې... او حيران دې ته يم، چې زما ملت اوس هم دغه مذهبي مشران او له اټک او سمندرونو هاخوا د دوی باداران نه دي پېژندلي؟".

عثمان لالا وويل:

ـــ نه بابا! ستا د نصيحتونو د عملي کولو او مقاومت کولو پر ځای ستا ملت د زوال کندو ته لوېدلی دی. يوهٔ فيل (امريکا) شل کاله پخوا بېرته بريد وکړ. د ډالرو بازار بيا تود شو. له شلو کلونو راهيسې وطن د اور و باروتو په اور کې سوځي. تيږې او اوسپنې راووري. سلګونه زره پښتانه د دغې جګړې په اور کې لولپه شوي او په لکونو نور بې کوره شوي دي. د وطن سينه ځانمرګو بريدګرو او هوايي بمباريو کندې، کندې کړې ده. پښتانهٔ هېڅ کور نه لري. يوه ټوټه يې د نړيوالو ښکرورو ځواکونو پر طبيله اوښتې او بله يې تر اوسه پورې د ناپښتني زبېښاک په منګولو کې سلګۍ وهي. يوې ټوټې ته يې انګريزي استعمار د (سرحد) نوم ورکړی و، وروسته چې د اټک د پورې غاړې يوهٔ پاشا نومي پوځي جنرال دا نوم د اېجنسۍ پر يوه نامهٔ (خيبر پښتونخوا) واړاوه، نو ناخبرو ملتپالو او د هغوی پيروانو دا نوم ډېر لوی وياړ او جايزه بللې ده، خو پر بلې خوا وطن باندې د اور و وينو لوبه روانه ده. پاکستاني استعمار که يو وخت د ريالونو او ډالرو په بدل کې د عربو او عجمو وينې زبېښونکي د پښتنو پر خاوره واچول، نو بل وخت يې بيا نورو وطن دښمنه او ملت دښمنه وژونکو ته پر دې ځمکه باندې د وينو بهولو ټېکې ورکړې دي...... او اوس چې په وينو کې د وطن له لمبولو او شلو کلونو وروسته امريکا وځي، نو پر پښتني خاوره باندې د خپل واک د ساتلو لپاره له خپل وفادار پاکستان څخه په وزيرستان او بلوچستان کې بيا د هوايي اډو د جوړولو لپاره ځای غواړي، چې په بدل کې به يې د کال پنځه ميليارده ډالر وفادار پاکستان ته ورکوي. امريکا، پاکستان او د هغوی لاسپوڅو او د پښتون وطن غدارانو له ملته څرمن اېستلې او د وطن لوېشت، لوېشت يې د خلکو په وينو رنګولې ده. ملت بې سېکه دی، هېڅ آسره يې نشته، در په در دی. ټول ملت د استعمار په خيراتونو باندې د پايېدونکي بې آسرې يتيم په څېر بريښي".

خوشال اسوېلی وکړ:

ـــ آه عثمانه زويه! ما خو يو د تاترو په جګړه کې د څو پښتنو په مټ څلوېښت زره مغول تر تېغ تېر کړل. اوس د ميليونونو پښتنو دا حال دی؟!.

ـــ بابا! اوس په پښتنو کې نه هغه غيرتي وينه شته او نه ورته له بهره د دښمن اړتيا شته. دوی اوس د يو څو ټکو په بدل يو بل وژني او سپکوي. په دې نژدې تېر کې يو پاکستانی جنرال و. ښايي باچا خان يې تاسې ته يادونه کړې وي. اختر عبدالرحمن نومېده. کومې ادارې پرې د (خاموش مجاهد) په نامه يو کتاب وليکهٔ. له دې کتابه يوه خبره راياده شوه. دی ليکي، چې افغان ملت ته له بهره د دښمن اړتيا نشته. دوی ته يوه پياله شين چای او يوه ټوټه ګوړه ورکړه، دوی به درته خپل ورور ووژني. بابا! پښتانه اوس په رښتيا دغسې شوي دي. په داسې حالت کې نو د مغولو د دښمنۍ اړتيا نشته. دوی پخپله د يوه و بل د دښمنۍ لپاره بس دي. ستا پښتنو نن د شېرشاه سوري سر هم له شرمه ټيټ کړی دی...

خان شهيد فکري سړی و، نو ځکه يې په فکر کې همغه د روشنفکرۍ او کولتور پوښتنې راګرځي. پوښتنه يې وکړه:

ـــ عثمانه! ستا راتلو او ليدو ته موږ ډېر لېواله وو، خو ډېر ژر موږ ته راواستول شوې. ښه زويه! د پښتني کولتور رنګارنګي لا پر ځای پاتې ده که نه؟ د پښتو ژبې حالت څه دی؟ د موسيقۍ مجلسونه، حجره او جرګه لا شته که نه؟.

ـــ خان شهيده! پاکستاني حکومت پښتني کولتور له ډېرې مودې راهيسې پر عربي بدوي کولتور بدل کړی دی. د پښتنولۍ او پښتني کولتور په نامه اوس هېڅ شی ژوندی نه دی پاتې. کولتوري يرغل مو هر څه دړې، وړې کړي او ملت يې له خپل بېل پېژاند، تاريخ او فرهنګ نه پردی کړی دی. پښتو ژبه، چې تاسې يې د زندان د سختو ورځو پر مهال املاء برابره کړه، له منځه تللې ده. اوږدې ږيرې، پورته کړې پايڅې، د دين په نامه وهل، ټکول او ... د پښتنو تقدير ګرځېدلی او همدا يې اوس فرهنګ دی. د ناروغو فکرونو وده اوس د موسيقۍ مجلسونه شرم بولي. په تېرو لسو کلونو کې شپاړس پښتانهٔ سندرغاړي په بې رحمۍ وژل شوي. پښتانه اوس د خپل فرهنګي ژوندانه په ښکارندو (لوګري رقص، اتڼ او د خټکو ګډا) باندې ځان ته شرم دروي. حجره د پښتنو د دوديز ټولنيز ژوندانه او روزنې اکاډيمي وه. حجرې اوس ورانې دي او کولتور يې ورک شوی دی. اوس نو د ځوانانو د ټولنيزې روزنې او شخصيت وده له کومه شي؟ يو لعنت راغلی دی. پښتو ژبه به ډېر ژر د يونيسکو لخوا د ورکېدونکو ژبو په کتار کې راشي. د موبايل ټيليفونونو او ټولنيزو رسنيو يوه وبا راغلې ده، چې د فېسبوک او ټيک ټاک سرطانونه يې برخې دي. زړو و ځوانانو مجلسونه او ولسي لوبې هېرې کړې دي. ټوله ټولنه د نړيوال استعمار او چالاکو پښتون دښمنو رسنيو په لاس پر زومبيانو بدله شوې ده. په خوراک، څښاک، تګ، راتګ او هر ځای کې په موبايلونو کې ډوب وي. عمر خوړلي خلک، د دې پر ځای چې خپله تجربه او ياداښتونه راروان نسل ته ولېږدوي، ضايع کوي يې. په ځوانانو کې تندرستي نشته. وخوري، وڅښي، پښې وغځوي او په موبايلونو کې ورک شي. ستاسې اولادونه فکري او بدني روغتيا له لاسه ورکوي. د ماشومانو په دوو خبرو د زړو ميندو و پلرونو عمر زياتيږي، خو زامن او لوڼې له فېسبوک او ټيک ټاکه کله خلاصيږي؟ د نن ورځې نسل په خپل کور کې پردی دی. د جرګې دودونه د پښتنو د ژر او وړيا عدالت وسيلې وې... اوس جرګه و مرکه کول او منل بې غيرتي ګڼل کيږي.

د عثمان لالا له خولې د دغه دردوونکي حالت په اورېدو باچا خان ناڅاپه د هغه د خبرو په منځ کې په دردېدلي غږ وويل:

ـــ د ملت روزنه د سياستوالو، سياسي ګوندونو او روښان فکرو کسانو دنده وي. پښتانه سياستوال چېرته دي؟ چې پر ملت داسې بده ورځ ده.

عثمان ورته وايي:

ـــ بابا! هغه ورځې ولاړې، چې که يو چا به سياست له عبادته کم بالهٔ، نو خلکو به ستاسې مثال ورکاوه. هغه تاسې وئ، چې وږي، نيم بربنډ ماشومان به مو راټول کړل، له هغوی سره به په خاورو او شګو کې کېناستئ او په خپلو زړه وړونکو خبرو به مو پوهول. اوس پښتني سياست او مشري تش د ګټې نوم دی. يوه بې رحمه حرصناکه سيالي ده. پښتانه سياستوال پر ډلو وېشل شوي دي. ناپښتانه دښمنان پر سر، سترګو کېنوي، خو خپل پښتون ورور په لويه وچه کې نشي زغملی. د پارلمان يو غړی، چې ستاسې په نامه بريالی شوی وي، د هغه دربار او ليدو ته په تلو، راتلو د يوه بېوزلي ملتپالي څپلۍ وشکيږي... د ملتپالنې په نامه هر يوهٔ خپل دوکان خلاص کړی دی. ستاسې (خان شهيد او باچا خان) پر قربانيو دلته سوداګانې کيږي. ستاسې په نومونو يواځې رايې وېشل کيږي، د يو بل ګرېوانونه نيول کيږي، ښکنځلې کيږي. اوس پښتني سياست اکاډيمي نه، بلکې د يو څو خانانو او د هغوی د زامنو و لمسيانو کاروبار دی. د نوي نسل روزنه به په (ننګيالي پښتون) او نورو غوندې تنظيمونو کې کېدله. د کاروباري سياست ټېکه دارانو د خپل کاروبار له ډاره داسې تنظيمونه بيخي ورک کړل. د قومي اسمبلۍ له ټکټه نيولې، د يونين کونسل تر څوکۍ پورې ټول يو کاروباري سيستم دی. د اشنغر پګړۍ يو بل چا د سياسي پانګونې لپاره په مردان کې ګرو کړې ده. ځوان ملتپالان هم وړتيا لري او هم اراده، خوځنده هم دي او پوی هم، مګر پر سياسي کاروبار مسلط پهلوانان يې مخې ته نه پريږدي. عدم مشارکت لوستي ملتپال ځوانان له سياسته زړهٔ توري کړي دي. ځکه نو ملت ناهيلی او لار ورکی دی. هېڅ لارښود او مشر نشته. د ملت پوهان د ځانځانۍ په کړيو کې نښتي دي. د يو بل له سپکې، ورکې نه وزګاريږي. په اويا ميليونو پښتنو کې يو له انرژۍ او نارينتوب ډک پښتون نشته.

باچا خان ورته وايي:

ـــ په دومره لوی ملت کې يو اخلاصمن د بصيرت خاوند لارښود هم نشته؟

عثمان ځواب ورکوي:

ـــ باباجانه! ومې ويل، چې پر سياست بيخي څوک پوهيږي لا نهٔ. د يوه مشر لپاره په خپل ملت کې ولسي محبوبيت، له بهرنۍ نړۍ سره بلدتيا، نړيوالې اړيکې ساتل، بصيرت لرل، اخلاص لرل، پر خبره ژر پوهېدا او د پرېکړو له ځواک سره د سياسي ادراک لرل اړينې ښېګڼې دي... خان عبدالولي خان چې دلته جنت ته راغی، نو دا ټول صفتونه يې له ځانه سره دلته راوړل. له هغه وروسته په پښتنو کې د داسې ښېګڼو خاوند يو کس هم نه دی پاتې.

باچا خان پوښتي:

ـــ دا څنګه کېدای شي؟ افراسياب خټک څنګه شو؟ ولې؟ هغه پر څه لګيا دی؟

عثمان لالا ورته وايي:

ـــ های بابا! دا خټک اوس د پاکستانۍ او امريکايي ادارې نازولی دی. يو چا ورته رښتيا ويلي وو، چې زړه ګيدړه ده. دی د پښتنو په منځ کې د پسات جوړولو لپاره د ټولې نړۍ په خدمت کې دی. له يوې خوا د خپل زوم له پلار او پنجابي ژورناليست مشاهد حسين سره په لاهور او راولپېنډۍ کې پلانونه جوړوي او له بلې خوا په امريکا کې د پاکستان له پخواني سفير حسين حقاني سره په ګډه د امريکايي احکامو د عملي کولو لارې لټوي. د ده لپاره په راروان پښتني تاريخ کې له کرکې او لعنت پرته هېڅ هم نشته.

لږ وړاندې چې دا څلور څېرې د خپل مېلمه د راتګ په خوښۍ کې ځلېدې او موسکې وې، اوس مړاوې شوې وې. څلور واړه کلک او د ارادو خاوندان پښتانه مشران بې کچې خواشيني شول. د ناستي فضا خپګان ونيوه. د باچا خان له سترګو يوه اوښکه پر مخ راروانه شوه، مخ يې ژر واړاوه او د کيڼ لاس په ګوتو يې پاکه کړه، چې عثمان يې و نه ويني. ميرويس نيکه سر ښکته اچولی و، پاڅېدهٔ او په کوټه کې يې ګام وهل پيل کړل. خوشال بابا بالښت ته ډډه وهلې وه، ډېر خواشينی و او تر شونډو لاندې خدای خبر څه ويل. ښايي؛ کوم بيت به يې تکراراوهٔ... او بيا يې په تت غږ دوه بيتونه وويل:

ما وې واړه په احسان زما بنده دي

همګي يې زيست روزګار و له کوتکه

د معنی په سترګو ګوره که دانا يې

په ظاهر جامه کې ښه بريښي لټکه

د خوشال بابا له بيتونو وروسته بيا ژوره چوپتيا خپره شوه... او بيا خان شهيد د عثمان لالا پر ورانهٔ لاس کېښود او دا چوپتيا يې لږه ماته کړه:

ـــ اورېدلي مې دي، چې يو ځوان راپورته شوی او ملت ته يې نوی خوځښت او نوې هيله راوړې ده؟!

عثمان له لږ ځنډ وروسته وويل:

ـــ هو خان شهيده! درې کاله وړاندې چې دا تحريک رازرغون شوی و، نو د ځوانانو، زړو، ښځو او نرو ټولو د غوښتنو د هندارې په توګه رامخې ته شوی و. ملت نوی مشال موندلی و. د دغه ځوان تحريک په بڼه ملت د هيلې نوی څرک ليدلی و. حکومت وارخطا و. ماشومان، ځوانان، سپين ږيري، مېرمنې ټول ډله، ډله له دې خوځښت سره يوځای کېدل. حکومت ګڼ ځوانان شهيدان کړي دي. ګڼ نور زندانونو ته اچول شوي؟ ستا يو زړور زوی علي وزير او د هغه څو ملګري نن هم په بېلابېلو زندانونو کې پراته دي او ستاسې مقاومتي دود يې ژوندی ساتلی دی. د خړ کمر په پېښه کې چې پوځ په لسګونو پښتانه شهيدان کړل، نو د بابړې د پېښې يادونه د يو څه وخت لپاره راتازه شول. د مقاومت يوه تته څړيکه د خلکو په سينو کې تېره شوه. خو دا وار هم د ملت احساسات د ځګ غوندې راپورته شول او بېرته کېناستل. په لږه موده کې له بې کچې قربانيو سره، سره دغه تحريک د تېر مهال له ناسمو کړنو او دودونو نه سبق وانخيست. د دغه ځوان تحريک پر مغزو د فرعونيت چينجي ګډ شوي او د شخصيت جوړونې او نمانځنې په چارو بوخت دي. اوس يې لومړيتوبونه د مظلومانو غوښتنې نه، بلکې د خپل ځان ستاينې او نمانځنې دي. فرعوني مزاج د دغه تحريک مشران او ځوانان هم راګېر کړي دي. دوی د نوم او شهرت په منډه کې ملي فريضه شا ته غورځولې ده. له دې ځايه يوه نوي سياسي ګوند سر راپورته کړی دی. په تحريک د مشرتابه بحران دی. ډلبازۍ دي. غړي هېڅوک نه دي، خو مشران په زرګونو دي. هر يو يې په خپل حماقت او ځانځانۍ کې ډوب دی، پر ټولنيزو رسنيو په ښکنځلو او ستاسې پر درانه پښتني کرکټر باندې په ريشخندونو لګيا دی... او بدحاله او بې چاره ملت له هر سرابه وروسته بيا له يوه بل سراب سره مخامخيږي.

دردوونکي احساسات اوج ته رسېدلي وو. د باچا خان او خان شهيد پر شونډو پر يوه وخت يوه پوښتنه راولاړه شوه، چې خان شهيد د درناوي له مخې باچا خان ته پرېښوده. باچا خان وويل:

ـــ عثمانه زويه! آخر تا پښتانهٔ کومې هيلې او د چا تکيې ته پرېښودل؟

عثمان لالا ځواب ورکړ:

ـــ بابا! د تور سرو، کونډو، رنډو او يتيمانو ماشومانو دعاوو او له دې عظيم عرش نه د هغوی دعاوو ته د ځواب په هيله... او د لوی او بښونکي خدای ج آسرې ته!

پر مجلس باندې يو ځل بيا د دردوونکې چوپتيا سيوری وغوړېدهٔ. د باچا خان سلګۍ شوه. اوښکې يې روانې شوې. دا وار يې د پټولو هڅه و نه کړه. د اوښکو په ليدو يې عثمان هم غېږې ته ورټوپ کړ، د ماشوم غوندې ور تر غاړې ووت او په ژړا شو. خان شهيد مخ په څادرهٔ پټ کړ او ووت. ميرويس نيکهٔ لا د خبرو په منځ کې په حجره کې په قدم وهلو پټه خولهٔ وتلی و. اوس يوې خوا ته باچا خان او عثمان لالا وو، چې غالباً اوښکې يې وچې شوې وې. تش د سلګيو غږونه يې وخت په وخت راتلل او په يوهٔ کونج کې خوشال بابا و، چې يو وار بيا بيخي چوپ او په خپلو سوچونو کې ډوب و او پر څېره باندې د غوسې او ناهيلۍ له نښو سره يوځای يې پر له پسې تر شونډو لاندې يو څه ويل..........

رشید یوسفزئی

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ