بغلان: تاله و برفک ولسوالي بېرته د افغان سرتېرو لاسته ورغله

5 سرطان 1400

د کورنیو چارو وزارت وايي، د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او د طالبانو له حضور څخه یې پاکه کړې ده.

دغه وزرات نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې تاله و برفک بېرته له طالبانو آزاده کړه.

د خبرپاڼې له مخې د دې عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم افغان سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې چې پرون هم د بغلان دوه ولسوالیو بېرته له طالبانو څخه نېول شوې وې.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو په یو شمېر ولایتونو کې یې د ځینو ولسوالیو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

خو افغان امنیتي چارواکو ویلي چې په تېرو درې ورځو کې کابو لس ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیول شوي دي او لا هم د هېواد په مختلفو سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات دوام لري.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ