د شخصيت هنر | بصيرالحق عادل

5 سرطان 1400

انسان باندې خدای ج ډېر احسانات کړي دي، يو پکې فکر او عقل دی. انسان له نورو مخلوقاتو په دې ممتاز دی چې د عقل جوهر لري او د همدغه عقل په برکت يې اوسنۍ نړۍ جوړه کړه، داسې څه چې خپله د همدغه انسان عقل هم ورته عاجز شو.

فکر چې کله صيقل شي نو علمي جوهر ترې جوړ شي او دا جوهر داسې وي چې هر څوک پرې د خپل فکر او پوهې سره سم پوهېږي او يو څه ترې اخلي.

د انسان د شخصيت اړخونه هم دغه ډول دي چې د هر انسان شخصيت ډېر اړخونه او کثير ابعاد لري چې هوښيار او هڅاند انسانان کله – کله د خپل شخصيت ډېر اړخونه په کار اچوي يا يې ښکاره کوي او ځينې انسانانو پام بيا څو محدودو اړخونو ته وي چې له دغو محدودونو اړخونو يې يو جوړ شي، بيا پکې لارې پرانيزي او نړيوال شهرت ته ورسېږي.

انسان مختلف شخصيتونه لري، څوک ښه، يو شمېر بيا منځي او ځيني نور بيا ناوړه، خو داسې انسانان هم شته چې د شخصيت درک کول يې يو څه ستونزمن وي.

ستر الفت صيب پخوا له ويلي دي:

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ

واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

او دا يې هم ويلي دي:

په ظاهر لباس د هيچا مه غولېږئ

منځ کې ګورئ چې چغزين دی که مټاک

په اوسنۍ نړۍ کې چې د پوهې کچه خورا لويه ده او تر يوه بريده د يو انسان شخصيت پېژندل هوسا دي، بيا هم دا چاره ستونزمنه ده. خو داسې هم کېدلی شي چې د يو چا د شخصيت راز د هغه له فکر، خبرو، هنر، کار او فعاليت څخه مالوم کړو.

اباسين يوسفزي څه ښه ويلي دي:

که زما د شخصيت حدونه ګورې

زما فن زما د فکر ترجمان دی

زما اصلي هدف دا دی چې انسان ته خدای ج دا توان ورکړی دی چې د خپل شخصيت بېلابېل اړخونه د خپلو هڅو او رياضت په برکت وځلوي او يا هم خپل ټول تمرکز په يوه برخه واچوي.

د انسانو ترمنځ بل قانون دا هم شته چې يو څوک کثيرالابعاد شخصيت لري، يا يې د شخصيت او هنر د ښکاره کولو لارې ډېرې وي، که ساده ووايم د بېلابېلو هنرونو د پنځونو او تخليق کولو وړتيا لري خو د انسانو ترمنځ په يوه مشخص هنر کې ښه وځليږي او بيخي الګو شي.

زما د پورته خبرو د تايد لپاره غواړم څو ژوندۍ بېلګې يادې کړم، دروېش درانی او پير محمد کاروان د پښتنو اوسني شعر تر ټولو نوميالي او منلي شاعران دي او پښتانه هم دوی د شاعرانو په توګه پېژني خو دغو دواړو ښاغليو په نثر کې هم کار کړی، تر ادب تاريخ او ژبنيو مسايلو رانيولې تر کيسه ليکلو پورې دواړو خپل قلمونه ازمايلي دي، خو ولې شهرت په شعر کې لري.

دغه راز پښتنو ليکوالو کې لسګونه څه چې سلګونه داسې يې شته چې ښې – ښې کيسې ليکي خو شهرت پکې نصير احمد احمدي لري.

دلته هم شايد دوې خبرې وي، يوه يې ممکن دا وي چې موږ پښتانه ډېر افراطي خلک يو او د يوه انسان چې ډېر ابعاد لري، فقط يو هنر / برخې ته يې دومره اهميت ورکړو چې نور ابعاد يې راڅخه د شهرت او هوا ورکولو په ګرد غبار کې ورک شي.

او يا ممکن دويم دليل دا وي چې د يو چا د يو شخصيت يو اړخ له دې امله مهم وګڼو چې د هماغه هنر د پنځولو وړتيا پکې وي، يا پکې د هغې برخې د ځلېدو او غښتلي کېدو جوهر موجود وي.

خو په هر صورت، داسې مثالونه او بېلګې شته خو زما وړانديز دا دی چې د هر چا د شخصيت ټول ابعاد بايد راوسپړل شي، وشنل شي او تحليل شي، ترڅو له هنرونو، ښېګنو او جواهرو يې نور ګټه واخلي او پرې پوه شي.

۱۳۹۹ د ليندۍ ۲۷مه

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ