ملګري ملتونه: له ایرانه د یوې هوکړې د تمدید ځواب نه دی ترلاسه شوی

5 سرطان 1400

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ څارونکو پرون وویل چې دوی تر اوسه د ایران له لوري د اټمي تأسیساتو د څارنې د موافقې د تمدید په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا متحد ایالاتونو او فرانسې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و که چېرته تهران دا موافقه تمدید نه کړي د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو هڅې به له خطر سره مخامخ کړي.

د ایران له اټمي تاسیساتو څخه د اټمي انرژۍ د نړیوالې موسسې د څارنې موافقه چې په فبروري میاشت کې شوې وه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې موسسې مشر رافیل ګروسي پرون په یوه بیان کې وویل چې ایران تر اوسه دوی ته ځواب نه دی ورکړی او داسې اشاره یې هم نه ده کړې چې دوی د دې موافقې تمدید غواړي که یې نه غواړي.

بل لور ته د ایران نیمه رسمي اژانس تسنیم، د اټمي انرژۍ په نړیواله موسسه کې د ایران د استازي کاظم غریبب ابادي په وینا خبر ورکړ چې ایران مکلف نه دی چې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې غوښتنې به مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په پاریس کې خبرې غونډې ته وویل چې واشنګټن اندېښمن دی او ایران مو خبر کړی دی، دا موضوع باید حل شي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ