د فلوریدا والي د نړیدلې ودانۍ د بشپړې څیړنې غوښتنه وکړه

5 سرطان 1400

د امریکا د متحدو ایالتونو د فلورېدا ایالت ګورنر وايي، میامي ساحل ته نږدې د یوې ۱۲ منزله ودانۍ د نړېدو د علت په اړه باید بشپړې څېړنې وشي.

ران دي سانتیس دا خبره پرون رسنیو ته وکړه:" موږ قاطع وضاحت غواړو چې دا پېښه څنګه وشوه. په کار ده دا وضاحت دقیق وي. ښکاره خبره ده چې نه غواړو په دې برخه کې کومه تېروتنه وکړو."

په فلوریډا ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د دې ودانۍ یوه برخه ونړېده چې په نتیجه کې یې د څلورو کسانو مړینه تایید شوې ده.

نن درېیمه ورځ ده چې د ژغورنې ډلې په نورو کسانو پسې د لټون عملیات کوي.

چارواکو ویلي، د ۱۵۹ کسانو په باب چې ښايي د ودانۍ د نړېدو پر وخت په خوب ویده وو، کوم خبر نه لري.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ