د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال امریکايي سفیر سولیوان سره ګوري

5 سرطان 1400

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف وايي، په پام کې لري ډېر ژر به په مسکو کې د امریکا له سفیر جان سولیوان سره وګوري.

د روسیې لپاره د امریکا سفیر چې دوې میاشتې له خپل مقامه لېرې و، تېره اوونۍ بېرته مسکو ته ستون شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي ریابکوف نن شنبه تاس خبري اژانس ته ویلي، راروانه اوونۍ به له سفیر سولیوان سره وګوري.

ده ویلي چې په خبرو کې به په امریکا کې د روسیې د ماموریتونو او په روسیه کې د امریکا د ماموریتونو د چارو د عادي کېدو موضوع هم شامله وي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه روسي سیال ولادمیر پوتین د جون پر شپاړلسمه په جنیوا کې تر خپلې کتنې وروسته وویل چې د دوی ډیپلوماتان به د اړیکو د عادي کېدو لپاره بېرته ستانه شي.

دواړو هېوادونو په اپرېل میاشت کې د یوه بل ډیپلوماتان اخراج کړي وو.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ