چک جمهوریت کې له وژونکې بړبوکۍ وروسته د پاککارۍ چارې پیل شوې

5 سرطان 1400

تېره پنجشنبه لږ تر لږه پنځه کسان هغه وخت مړه او شااو خوا ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د دغه هېواد په جنوب کې پر اوو کلیو سخته بړبوکۍ راغله.

له بړبوکۍ سره سخته ږلۍ هم مله وه چې هره یوه د ټنس د توپ په اندازه ښوول شوې ده.

د چک جمهوریت چارواکو ویلي بړبوکۍ د ۵۰۰ کیلومترو په پراخوالي او د ۲۶ کیلومتره په اوږدوالي ساحه ویجاړه کړې ده.

حکومت د ۱۹ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د عاجلو مالي مرستو ژمنه کړې ده

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ